د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټي رژيم جنایتونه په کلکه محکوموو
اسلام اباد دقدس شریف په پلازمینې د یوه خپلواکه فلسطینی هیواد د جوړیدا لپاره پر خپلې غوښتې ټینګار کوي.
د پاکستان حکومت په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم وروستۍ حملې چې د لسګونو فلسطینانو د شهادت له امل شوي په کلکه محکومې کړي دي.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ، د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې کې ووئيل دغه هیواد د غزې تړانګې بدلونونه له نزدې څاري او دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې دتاؤتریخوالو په زیاتیدا ډير اندیښمن دی.
میرمن ممتاز زهرا ، د صهیونیسټي رژيم په وروستیو بمباریو کې د ماشومانو او ښځو پشمول دلسګونو فلسطیینانو شهادت یوه غمیزه بللې او د قربانیانو د کورنیو پشمول له فلسطیني ملت سره ئې خواخوږي ښودلې ده. د پاکستان ن دخارجه وزارت ویندوئې د ملګروملتو دامنیت شورا او د اسلامی ملګرتیاموسیسې د پریکړه لیکونوپه اساس د فلسطین د موضوع د حل په ضرورت په ټينګار سره ووئيل، اسلام اباد د قدس شریف په پلازمینې د یوه خپلواکه فلسطینی هیواد د جوړیدا لپاره پر خپلې غوښتې ټینګار کوي.