د  ایران او پاکستان د ځانګړي امنیتی کمیشن دوه ورځنۍ غونډه روانه ده
(last modified Fri, 23 Jun 2023 10:40:11 GMT )
Jun 23, 2023 15:10 Asia/Kabul
  • د  ایران او پاکستان د ځانګړي امنیتی کمیشن دوه ورځنۍ غونډه روانه ده

د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان دامنیتی چارو د ځانګړی کمیشن  لسمه ناسته  په اسلام اباد کې پیل شوې او ترنن ناوخت پورې به دوام ولري.

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور ارکړپه دغې ناستې کې ټاکل شوې ده، ددواړو هیوادونو  چارواکي دخپل مینځیو  امنیتي مسئلو په زمینې کې  ځینی مهم بحثونه او فیصلې وکړي.

په دغې ناستې کې د ایران  پلاوي مشري  دد ایران د کورنیو  چارو د  پولیسو د برخې مرستیال سید مجید میر احمدي  کوي  او پرون  ناوخته ئې د پاکستان د کورنیو چارو  د وزارت له چارواکو سره  څو ساعته مهمه ناسته کړې ده.

په دغې ناستې کې دواړو لورو له ترهه ګرۍ  ،د سرحدي امنیت په پیاوړتیا او دغیر قانوني تګ راتګ او د شیانو او د نشه ایزو موادو  له قاچاق سره د مبارزې په باب د دوواړخیزو ملګرتیاؤ  دپیاوړتیا په باب  مشورې کړي دي .

په سرحدي سیمو کې دتجارتي ملګرتیاؤ پیاوړتیا  او د ګاونډیو  ولایتونو ترمینځ د پولیسو د ملګرتیا پراختیا  د ایران او پاکستان د ځانګړي امنیتی کمیشن په لسمې ناستې کې ددواړو لورو په سلامشورو کې  نوره مهمې موضوعګانې وې.

ایران او په عراق کې عتبات  عالیات ته د پاکستانیو زیارتوالو دس فر په زمینې کې  خبرې اترې  نوره هغه اساسی موضوعګانې وې چې  ددواړو هیوادونو  چارواکو ورابندې غور او دنظر تبادله  کړې ده.

ټاکل شوې ده ، دواړه لوري نن هم د سرحدي امنیت  او دوو اړخیزو مناسباتو  دلوړتیا  په لړ کې د ایران او پاکستان ترمینځ  دپولیسو څو تفاهم نامې هم لاسلیک شي.

 

ټیګونه