Nov 09, 2023 07:51 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د اسرائيلو رژيم په جنایتونو باندې معترضو خلکو د پلی کارډونو په اوچتولو سره د غزې د بې دفاع خلکو وژله وغندله.

د پاکستان په کراچۍ کښې د مختلفو پرګنو خلک پرون په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم په سختو بریدونو کښې د ملکیانو په تیره بیا د ماشومانو او خبریالانو د وژلې په وړاندې د لویدیځ په چپتیا باندې په اعتراض کښې سړکونو ته راووتل.

د ایرنا د خبر له مخې، د اسرائيلو رژيم په جنایتونو باندې معترضو خلکو د پلی کارډونو په اوچتولو سره د غزې د بې دفاع خلکو وژله وغندله.

د کراچۍ یو رسندوي چاروکاي سعید سربازي په دغه لاريون کښې په یوې وینا کښې د اسرائیلو د رژيم او امریکې مشران په غزه کښې د ملکي وګړو یه وژله کښې برابر ذمه وار او ګرم وبلل.

د پاکستان د جرنلسټانو د اتحادیې مشر جنرال جمالي هم په دغو دستورو کښې وویل: غواړم اسرائیلو ته ووایم چې زمونږ خبریالانو په وژلو سره حقیقت نه شئ پټولې.

د کراچۍ د مختلفو ښوونځیو او سکولونو زرګونو ماشومانو هم په ښار کښې په راغونډیدو سره په فلسطین کښې د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره غمرازي وښودله.

 

ټیګونه