عمران خان او مېرمن یې د ناقانونه واده کولو له امله په ۷ کاله بند محکوم شول
(last modified Sun, 04 Feb 2024 00:39:01 GMT )
Feb 04, 2024 05:09 Asia/Kabul
  • عمران خان او مېرمن یې د ناقانونه واده کولو له امله په ۷ کاله بند محکوم شول

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان د شنبې په ورځ د یوې محکمې لخوا په اوه کاله بند او جریمه محکوم شول.

محکمې په ۲۰۱۸ کال کې د هغوی واده د عدت په وخت او ناقانونه بللی دی.

د عمران خان او بشرا بي بي خلاف دا کیس د مېرمن بشرا پخواني مېړه جوړ کړی او دعوه یې کړې چې د اسلامي شریعت د اصولو له مخې د طلاق ټاکلی عدت پوره نه وو او دوی واده وکړ.

په ځواب کې بشرا بي بي وايي چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا پر ۲۰۱۷ کال طلاق ور کړی وو او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.

دا په روانه اونۍ کې او د پاکستان پنجشنبې ورځې له ټولټاکنو وړاندې د عمران خان پر ضد د محکمې درېیمه پریکړه ده. ښاغلي خان په دغو ټولټاکنو کې له ګډون منع شوی دی.‌

۷۱ کلن خان په دې وروستیو ورځو کې د دولتي رازونو د افشا کولو له امله، په ۱۰ کاله بند او له خپلې همدې مېرمنې سره د بې قانونه واده او د دولتي سوغاتونو د پلورلو له امله په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.

خان د راولپنډۍ ښار کې په زندان کې دی، خو د هغه مېرمن به اسلام آباد سره نږدې د دوی په ماڼۍ کې خپله د زندان دوره تیروي.

ټیګونه