Jun 05, 2024 06:10 Asia/Kabul
  • د کابل ګرَم بلل  پخپلو ناکامیو د برغولي د کیښودلو لپاره چټي هڅه ده

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام  ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمن  د پاکستان په ناکراریو کې د افغانستان ګرَم بلل ، دامنیت په تامینولو کې د اسلام اباد  پر ناکامۍ د برغولي د کیښودلو لپاره  یو اقدام وبالۀ.

تسنیم خبری آژانس راپور  ورکړ، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمن  په پنجاب صوبې کې په یوې ولسی غونډې کې  د پاکستان په ناکامیو کې د افغانستان ګرَم  بللو باندې نیوکې وکړې او دا ئې  ددغه  هیواد د حکومت پر ناکامیو د برغولی دکیښودلو لپاره یوه چټي هڅې وبلله . ډاؤن نیوز هم راپور ورکړی، د پاکستان دغه مذهبی مشر او سیاستوال  پخپلې دړکه ورکونکي وینا کې  وئيلي دي، پاکستاني واکوالان او پوځیان پر خپلو ناکامیو برغولی کیږدي،وائي ،د افغانستان حکومت  په پاکستان کې د ترهه ګرۍ په زیاتیدا کې ګرَم دی ،ولې؟،خکه چې ترهه ګر له هغه ځایه راځي ، که  له هغه ځایه پاکستان ته راځي ، نو  حتما له پولې  راتیریږي،،نو ولې په پولو :ې د دوي د واریدیدا مخه نه نیول کیږي.؟ په پولې کې د څه شي لپاره  دیره ئۍ؟

مولوی صیب  په کړکیدارې وینا کې ووئيل، دپاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف  په افغانانو د حملې لپاره د خپل هیواد   هوائي  ډګرونه د امریکا په اختیار کې ورکړي وو.، نوکله کله خو هغوي هم  له تاسو شکایت کاوه چې ولې د پاکستان  له هوائي ډګرونو پر دوي حملې کیږي.؟ د افغانستان په شل کلن نیواک کې ددغه هیواد  په زرګونو کسان مو په وینو کې ولمبوَل، قبایل مو نابود کړل، آیا پوهیږئ  هغه کسان چې په سرحدي سیمو کې ژوند کوي، پاکستانیان دي  او دوي  د خپل هیواد له ادارو نفرت او کرکه کوي او غواړي د دوي په ضد وجنګیږی؟ ایا  د هغه نفرت چې تاسو پخپله  ایجاد کړی دی، بل   څوګ  ګرَم دي.؟

 داپه داسې حال کې دي چې پاکستاني چارواکي مدعي دی ،په دغه هیواد کې حملې په افغانستان کې پلانیږی او عاملان ئې له افغانستانه پاکستان ته واریدیږي،داسې تور چې د کابل چارواکي ئې تل دروغ ګڼي.

 

 

 

ټیګونه