افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې
(last modified Sat, 03 Aug 2024 09:51:19 GMT )
Aug 03, 2024 14:21 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې  خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د  وروستیو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پيل کې ددغو هیوادونو د ځینو بدلونونو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،بیا مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته . نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

 */*/*/*/

د ایران او افغانستان  ښه ګاونډيتوب او د تعلیمي او کلتوري اړیکو پراختیا

*/*/*/*/

شهید اسماعیل هنیّه او د افغان طالبانو سخت غبرګونونه

*/*/*/*/

او د پاکستان په پاراچنار سیمې کې د تکفیری ترهه ګرو  او اورپکو جنایتونه ، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ ځيني مهمې پیښې وې چې  البته  دځينو موردونو په باب مو رابولوو،دتحليلي  برخې آوریدو ته.

په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  کلتوري سلایار سید روح ا... حسینی د افغانستان د بلخ پوهنتون له مشر محمد شریف عثماني سره په کتنې کې د کلتوري ،علمي او زده کړې د ملګرتیاؤ د پراختیا په باب کتنه او خبرې اترې وکړې.

په دغې کتنې کې، د بلخ پوهنتون مشر  دایران او افغانستان د ملت په ښه ګاونډيتوب ، ورورولۍ او په ګډ تمدن،تاریخ او دین   باندې په ټينګار سره  ووئيل،د ایران حکومت او ملت د یوه ورور په څیر هغه که  په افغانستان کې د امریکا دنیواک پړاؤ وي او که له دې وروسته پړاؤ ،د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی  چې  مونږ ورته د عزت او قدر په سترګه ګوري.

عثماني په دوام کې ووئيل؛ دمګړئ افغانستان له ډيرو چیلنجونو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی او دا د خوشالۍ ځاي دی چې د ایران اسلامی جمهوریت په اقتصادي، علمي،کلتوري او تعلیمي برخو  او دغه راز د افغانستان د ټولنې په نور و اړتیا وړ څانګو کې  ملګرتیا کوي.

د بلخ پوهنتون مشر همداراز ووئيل؛ همدااوس  په بلخ پوهنتون کې ډیری استاذان او علمی متخصصان شته چې خپلې لوړې زده کړې  او ډګریانې ئې  د ایران په اسلامی جمهوریت کې پاي ته رسولي دي  او دوي  دافغانستان دزده کړې او روزنې په څانګې کې اغیزشیندونکې برخه ده .

هغه همداراز د دبلخ پوهنتون د پیاوړتیا لباره د ملګرتیا او د پوهنځیو د ودانیو د رغولو او ج وړولو لپاره د ایران د مرستو غوښته وکړه.

  د افغانستان د بلخ پوهنتون د علمي پلاوي  مشر حمید ا...امرخیل  هم په دغې کتنې کې ووئيل؛د بلخ پوهنتون د افغانستان په شمال کې د ترټولو لوي حکومتی تعلیمي اورګان په توګه، د استاذانو د تحصیل د دوام،د علمی څیړنو، او دپوهنځیو د تخصصي کتابتونونو د بډایولو په  برخو کې   د  زده کړې د بورسیو  یا سکالرشیپونو، پشمول په مختلفو  څانګو کې ملګرتیا او خ اص توجه ته اړتیا لري.

په افغانستان  کې د ایران کلتوری سلایار  هم به دغې کتنې کې ووئيل،د ایران او افغانستان  ددوو ملتونو پخواني مشترکات، د جغرافیائي  پولو  په کاږلو  سره پخپلو کې سره نه شلیدونکي دي او  دا دواړه مسلمان ملتونه   د تاریخ په اوږدو کې همیشه د دوو وروڼو په څیر د یوه بل ترڅنګ  دي.

حسینی زیاته کړې ده، اوس له افغانستانه د نیواکګرو ځواکونو په وتلو سره،، د مختلفو کلتوری ،علمي او روزنیزو  ملګرتیاؤ د کړکیو د پرانیستل کیدا لپاره شرائط برابر شوي دی  او اسلامي ایران  دا چمتووالی لري چې  ددواړو هیوادونو د پوهتونونو ترمینځ دملګرتیا زمینې برابرې کړي .

دایران داسلامی جمهوریت  کلتوری سلایار  همداراز ووئیل،د ایران حکومت تیار دی  چې د بلخ پوهنتون د استاذانو  په علمی، څیړنیزو، تخنیکي پوهود زیاتولو په څانګو کې  او هم په مختلفو پړاؤنو او وختونو کې د زده کړې د بورسیو  په برابرولو کې ملګرتیا وکړي.

روح ا... حسیني د سیمې او نړۍ په سویه  په علمی او ټيکنالوجیکي ډګرونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت لوړو ظرفیّتونو ته په پام اشارې سره  ووئيل، دعلمي فعالیتونو د پراختیا په برخې کې  کلتوري سلایاري  دا ظرفیّت لري چې  د بلخ پوهنتون  سره د فیزیکي کتابتون او دغه راز د ډيجیټلی کتابتونونو په مجهز کولو کې  ملګرتیا وکړي.  

=    په تیرې اونۍ کې د افغانستان طالب  چارواکو او نورو  مختلفو شخصیّتونو د هیواد په داخل او بهرن کې  حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه په ترور باندې په پراخو غبرګونونو کې  ټينګار کړی دی د اسماعیل هنیه شهادت د غاصبو صهیونیسټانو  د نابودۍ لپاره  یو ځیری دی.

د افغانستان په داخل او بهر کې  چارواکو او ځینو شخصیّتونو د جلاجلا پیغامونو په خپرولو سره  د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه شهید په ترور باندې  په غبرګونونو کې  د صهیونیسټي رژیم  په نابودئ  او د قدس په آزادئ باندې په ټينګار سره وئیلي دي، چې  په دغو ترورونو سره  د مقاومت د لار مخنیوی نه شوي کولی.

په دغو ځينو غبرګونو کې د ځينو   څرګندونو ته یوه لنډه شان کتنه کوو.

 د افغانستان د طالبانو د حکومت یوه لوړ پوړي مسئول مقام انس حقاني  د شهید  اسماعیل هنیه  شهادت یو لوی تاوان وبالۀ او ټينګار ئې وکړو ددغه شان لویانو  وینه د آزادۍ لاره  انځوروي . هغه پخپل پیغام کې وئيلي دي،  قرآن کریم  شهادت،مرګ نه ،بلکې  حیات نومولی دی  او دا هم  دتاریخ دستور دی چې ددغه  شان لویو مبارزانو  شهادت  د آزادۍ خبر و رکوي.

 د افغانستان د  طالبانو د حکومت ځینو نورو لوړپوړو چارواکو هم پخپلو جلا جلا پیغامونو او اعلامیو کې د جهاد په لاره کې د شهید اسماعیل هنیه استقامت او صبر  حیرانونکی بللی و ټينګار ئې کړی دی  چې اسماعیل هنیه  د شهادت هیله درلوده چې بلاخره   له خپلې  شهیدې کورنۍ سره یو ځاي شو. هغه ۶۶کالونه په سختۍ سره تیر کړل او  د جهاد په لاره کې ئې د خپلې کورنۍ ۲۲ غړي قرباني کړي دي . دوي همدرااز ټینګار کړی ، د  صهیونیسټ رژيم له هغه لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه د   د امریکا کانګرس ګرَم هرکلی چې ډير زیات جنایتونه ئې کړي دي، د  هغه لپاره ئې د ترهه ګرو اعمالو او غیر انسانی  او وحشي ډوله جنایتونو په دوام کې ئې روحیّه ورکړې ده .

=    د افغانستان د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد په یوې اعلامیې کې وحشي صهیوینسټي رژيم د شهید اسماعیل هنیّه د ترور مسئول  وبالۀ. او ټينګار ئې وکړ،د صهیونیسټ رژيم  جنایتونو دوام به  بې شکه سیمه بې ثباته  کړي او  او  هر ډول ناخوښه نتیجې  او بد وضعیّت به د تیریګرو  صهیونیسټانو او د هغوي  دملاتړ و په غاړه وي.شهادت د یوه مسلمان او مجاهد لپاترټولو لویه  کامیابی ده ، اسماعیل هنیه بریالی شو او د مقاومت ،قربانۍ ،سرښیندنې، صبر ،زغم ، مجاهدت  درس  ئې په دغې لارې کې په یادګار پریښودل.

همداراز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی او د سولې  عالی شورا پخواني مشر عبدا..عبدا...هم په جلا جلا پیغامونو کې  ټينګار کړی دی، د شهید اسماعیل هنیّه ترور یو ترهه ګر عمل او د نړیوالو قواعدو او اصولو خلاف اقدام  دی چې د سیمې او نړۍ ثبات او سو له به ناانډوله کړي  او سیمه او نړۍ به د تاؤتریخوالي او ناخوالي په لور وکاږي. دوي ټينګار کړی دی، د فلسطین له آزادۍ  او د فلسطین د خپلواکه حکومت او حاکمیّت له پیژندلو پرته  په مینځني ختیځ او نړۍ کې  د سولې او امنیت ترلاسه کول ناممکن دي.

په تیرې اونۍ کې د افغانستان یوۀ شاعر خپل یو ترټولو روستۍ شعر  شهید اسماعیل هنیّه ته ډالۍ کړی دی.

د اسماعیل هنیه په شان د مجاهد مشر  دشهادت خبر  خپریدا  د افغانستان په ولس کې ډير زیات انعکاسونه درلودلي دي ، ځّکه چې د افغانستان ولس د جهاد او سرښیندنې  له چارو سره  له ډیر پخوا راهسې  آشنا دي.  او دغه کلتور او ادب  په سختوالي او زړروتوب باندې پوهیږي.

      د افغانستان   یو شاعرنجیب باؤر  د فلسطین د مقاومت په ملاتړ سره ، د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د  مشر اسماعیل هنیّه میړنتوب ، شجاعت ، صبر او ځیرتیا ته په پام سره  هغه ته په فارسی ژبه  یو نوی شعر ډالۍ کړی  دی چې ستاسو پام هم ورته اړوو.

در راه ذبح خویش [اسماعیل] خواهد رفت

انا الیه راجعون ترتیل خواهد رفت

با جسم مومن جان او پایان نمی‌یابد

این کعبه برجا مانده است و فیل خواهد رفت

بر سقف کفر و شرک و فسق لشکر صهیون

باری دگر رگبار پُر سجّیل خواهد رفت

دریا برای مقدم موسی توقف کرد

بر کشتن فرعون اما نیل خواهد رفت

ای بی‌خبر از خشم چندین قرنه‌ی ایمان

فریاد ما با شهپرِ جبریل خواهد رفت

بر گور اجدادیِ آدم‌کُش‌ترین ملت

از لعن و از نفرین ما اکلیل خواهد رفت

تورات را شرمنده‌ی اعمال خود کردی

از ننگ تو صد شبهه بر انجیل خواهد رفت   

=    تیره اونۍ په پاکستان کې هم یو لړ بدلونونه رامینځةشول . د پاکستان مختلفو سیاسی او مذهبی  ګوندونو او ډلو ټپلو او دغه راز سیاستوالانو اوعالمانو  د حماس غورځنګ  د سیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیّه  د ترور په پيښې او هغه هم په یوه  خپلواکه هیواد کې یو غیر انساني او د  نړیوالو قوانینو خلاف یو ځيړ عمل بللی او د په  مختلفو مظاهرو او غونډو او لاریونونو او دغه راز په اعلامیو کې ئې  د غاصب او تیریګر صهیونیسټي رژیم په څاروي ډوله او جنایتکارو اقداماتو خپله سخته غوسه او کرکه نندارې ته وړاندې کړې او پر حکومت ئې غږ کړی چې سملاسی دې د اسرائيلي شیانو د بایکاټولو لپاره د  اسلامی ملګرتیا موسیسې په وسیله د اسلامی هیوادونو قناعت ترلاسه کړي او پخپله دې هم په نړیوالو اورګانونو کې ددغه جنایتکار او تیریګر رژیم یعني اسرائيلو په ضد د اسلامی امت د یووالي او اتحاد لپاره خپلې ټوله هڅې وکاروي.

همدرااز د پا کستان ولسی جرګې هم تیره اونۍ په یوه خوله د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره  د صهیونیست رژیم په ضد خپله  کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړ ه او د شهید اسماعیل هنیّه دترور او دغزې تړانګې  د نسل وژنې او ان تر اوبو بندولو په اقداماتو ئې د صهیونیسټي رژيم غیر انساني  او غیر اخلاقي اقدامات په سخته محکوم  کړل او پر نړیوال اورګانونو ئې غږ کړی چې  په دې اړه دې خپل اخلاقي او انساني مسئولیت ترسره کړي  او ددغه جنایتکار  رژیم  په ضد دې  جدي ا قدامات ترسره کړي.د پاکستان د ولسی جرګې ددغې  ناستې په پاي کې د ولسی جرګې مشر او نورو استازو د شهید اسماعیل هنیه د جنازې غایبانه لمونځ هم ادا کړ.

په تیرې اونۍ کې د پاکستان  دخیبر پختونخوا ه صوبې په کورمې ضلعې کې د تکفیري ترهه ګر او نورو اورپکو  په وسیله ددغې سیمې د ځاي  اوسیدونکو په خلاف  په تیریو او  حملو کې  کابو اتیا کسان مړه او کابو دوه سوه اویا نور ټپیان شوي دي.

راپورونه ښئ چې د پاکستان په پاراچنار سیمې کې د تکفیری ترهه ګرو په تیره بیا د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي  او نورو جنایتکارو ډلو ټپلو  په دسیسو سره  پر دغې سیمې یو خطرنا ک جنګ وتپل شو  چې د حکومتي اورګانونو د سترګو په وړاندې  ئې د ځاي خلکو په ضد وار د واره  له  هر ډول  واړو او درندو وسلو  په استفادې سره د پاراچنار  کورمې سیمه تر یوې اونۍ پورې په کلابندولو سره پر ځاي اوسیدونکو ناتار جوړ کړی او وئیل کیږي ، چې په دغو بې رحمه او نا انډوله  نښتو کې  کابو ۴۸ ځاي شیعیان شهیدان او  تر دوو سوو پورې نور ټپیان شوي دي.

باید ووئيل شي، چې له بده مرغه  په دغې شخړې کې د کورمې ضلعې د ځاي حکومت او  د دغه هیواد  د پوځ  ځیني کړئ هم شریکې وې او د ځاي شیعیانو په ضد ئې  له تکفیري ترهه ګرو او تي ټي پي جنایتکارو سره  تر ډیره حده ملګرتیا کړې ،چې البته ځاي شیعه او سني  اوسیدونکو هیڅکله هم پخپلو کې سره ډغره  نه ده خوښه کړې ،خو کله هم چې استکباري کړئ او چینلونه خپلې سپیرې موخې تعقیبوي ، نو د کورمې پاراچنار په څير په حساسې سیمې کې  د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د اختلافاتو او اړئ ګړئ د جوړولو له لارې په خړو اوبو کې کبان نیسي. د  پاره چنار سیمې ځاي اوسیدونکي پخپلو کې سره اتحاد او یووالی غواړي، خو په ځينو پلمو او دسیسو سره  ددغو ځاي اوسیدونکو ترمینځ  د مځکې په سر ، د ځنګلونو په سر او د اوبو په سر  کله چې د  دوو کلو ترمینځ شخړه رامینځةکیږي، نو دوي ورڅخه د شیعه او سني په نامې سره  یو ه فرقه وي شخړه جوړوي او ددرستې کورمې پر اوسیدونکو د شیعه او سني په نامې سره یوه  جګړه تپي چې دځاي حکومت او پوځ ځيني کړئ پکې  ناغیړې رول لوبوي. په تیر ې اونۍ کې همداسې یوه شخړه راپورته شوه چې  تر لسو ورځو پورې ئې دوام  وکړ او د سلګونو کسانو وینه وبهیده او دغه راز په  لسګونو کورونه او نوره ودانۍ هم  ونړیدې او بلاخره  ځاي حکومت او د پوځ مشرانو د کوهاټ،هنګو  او اورکزیو   د شیعه او سني مشرانو په وسیله  اور بند وکړ او تر دوو  میاشتو پورې ئې امت تیګه کیښودله . او وپتیّل شوه چې  په دې اړه حکومتي  ادارې څيړنې وکړي  او ددغه  خونړي جنګ د  پیلونکو  عناصرو په خلاف  څيړنې او اقدامات وکړي.

 داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت  ویندوي  د  افراط پالنې هغه ټوله شکلونه او بڼې چې  د اسلامی نړۍ او په تیره بیا د پاکستان د ورو راو ګا ونډي ه یواد  د وحدت او یووالي له مینځه وړل ئې په نښه کړي دي، محکوم  کړي او   له تکفیری ترهه ګرو ډلګیو سره  ئې د مبارزې لپاره ئې د ټولو اسلامی هیوادونو د پيوستون  په ضرورت  ټينګار کړی دی .  همدرااز د دغه ډول ترهه ګرو اقداماتو  له عواملو ، منظمونکو،پشتیبانانو او مالی ملاتړو  سره ددوامدارې مبارزې لپاره ئې د سیمې هیوادونو ملګرتیا یوه ضروری او نه انکاریدونکې چاره بللې ده .

 د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي دغه راز د ترهه ګرو او تکفیری ترهه ګرو  بهیرونو سره په مقابلې کې د پاکستان د حکومت  د اقداماتو په قدرونې سره ، د سیمې د خلکو دژوند او مال د ساتنې او د وروستیو  جنایتونو د عواملو  سره د جدي  چلند لپاره د جدي هڅو او پریکنده  اقداماتو ددوام په ضرورت ټینګار کړی دی.  

           دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره دی نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالی اوسوکاله ووسئ.

 (ژباړن؛ سیماب)

 *******************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه