د اسلامی ملګرتیا موسیسې بیړنۍ غونډه نن په جدې کې جوړیږي
(last modified Wed, 07 Aug 2024 02:40:45 GMT )
Aug 07, 2024 07:10 Asia/Kabul
  •  د اسلامی ملګرتیا موسیسې بیړنۍ غونډه نن په جدې کې جوړیږي

د اسلامی ملګرتیا موسیسې د عربستان په جدې کې د شهید اسماعیل هنیّه د ترور په باب ددغې موسیسې د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې دترسره کیدا په باب  اعلامیه صادره کړه.

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړی، د اسلامی ملګرتیا موسیسې په اعلامیې کې وئیل شوي دي ، نن چارشنبې ورځې د اګست په اومه نیټه د شهید اسماعیل  هنیّه د ترور دجنایت په شمول د فلسطین د مظلوم ولس په ضد د اسرائيلو دنیواکګر رژيم  دجنایتونو د ارزونې لپاره  دعربستان په جدې کې د خارجه وزیرانو بیړنۍ غونډه جوړیږي.

په دغې غونډې کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت په غوښتې  سره او د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په سویه ترسره کیږی، د ایران په حاکمیّت د تیریو او  د اسماعیل هنیّه د ترور  پشمول د فلسطین دملت په ضد د اسرائیلي  نیواکګر رژيم د جنایتونو ددوام به پې وارزول شي.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې ټينګار کړی دی، د فلسطین دمظلوملت په تیره بیا د  غړې تړانګې د اوسیدونکو پضه د اسرائيلی نیواکګر رژيم  جنایتونه تراوسه پورې د کابو څلویښت زره  کسانو د شهادت او د کابو یو نوي زره نورو  فلسطنییانو د ټپي کیدا سبب وشي دي   چې زیاتره قربانیان  ئې ښځې او ماشومان  دي.

په دغې اعلامیې کې  روښانه شوې ده په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې د ۴۳زره کورونو  او همداراز بیخ بینائي تاسیساتو ،روغتیائي او تعلیمي امکاناتو، جوماتونو  او عبادت ځایونو او تاریخي ودانیو پشمول ډیری ودانۍ  په کنډوالو بدلې شوي  دي او  کابو دوه میلیون فلسطینیان هم دخپلو کورونو پریښودو او کډه په سرکیدو ته اړ شوي دي.

 

ټیګونه