په پاکستان کې د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې ده
(last modified Mon, 16 Sep 2024 11:51:29 GMT )
Sep 16, 2024 16:21 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې ده

پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې دا مهال د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې او دا مهال چین ته د پاکستان د خرو لېږدول زیات شوي.

ويل کیږي، په چین کې د خرو له پوستکي څخه د درملو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي او چین یې له پاکستانه پېري.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد په ستر ښار كراچۍ كې د یوه خره بیه درې لکو کلدارو ته پورته شوې، چې هلته یې د خرو د ګاډیو چلوونکي اندېښمن کړي دي.

دغه رسنۍ وايي، په چین کې د درملو او د ښځو د ښکلا په کریمو کې د خرو له پوستکي ګټه اخیستل کېږي، چې په دې سره له پاکستانه چین ته د خرو سوداګري ډېره شوې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د کراچۍ په لياري سيمه کې د خرو په اوونیز بازار کې ځايي پيرودونکي ډېر کم ليدل کېږي چې لامل يې د خرو د بیو لوړوالی دی.

د پلورونکو په خبره، په چین کې د خرو غوښتنه دا مهال په بې ساري ډول زیاته شوې، نو ځکه یې بیې لوړې شوې.

تر دې مخکې رویټرز په یوه څېړنیز راپور کې لیکلي وو، چې د خرو د پوستکي څخه اخېستل شوي کلاجن چې دودیز درمل ترې جوړېږي او په چین کې یې غوښتنه ډېره شوې، په افریقا کې هم د خرو د لویې وژنې لامل شوی دی.

ټیګونه