پاکستان د ایران پرضد د امریکا پر بندیزونو سختې نیوکې وکړې
(last modified Tue, 17 Sep 2024 00:34:09 GMT )
Sep 17, 2024 05:04 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران پرضد د امریکا پر بندیزونو سختې نیوکې وکړې

د پاکستان د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشرې، پر ایران باندې د امریکا یو اړخیز بندیزونه او د سیمې د هېوادونو پر وړاندې د امریکا دوه ګونی سیاست، د مخ پر ودې هېوادونو د اقتصادي او معیشیتي کړکېچونو لامل وباله.

د پاکستان د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشرې حنا رباني کهر، د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د امریکا پر یو اړخیزو بندیزونو باندې د سختې نیوکې ترڅنګ وویل: دغه چلند چې په نړیوالو راکړو ورکړو کې د لوېدیځ او امریکا له دوه ګونو سیاستونو څخه سرچینه اخلي، د ملتونو پر ضد جنایت دی.

"حنا رباني کهر" له ایران سره د پاکستان په اړیکو کې د امریکا مداخلو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: پر ایران بندیزونه د ملګرو ملتونو او د نړیوالو څو اړخیزو بنسټونو له خوا نه دي لګول شوي، بلکې دا بندیزونه اقتصادي بڼه لري او یوازې د ملتونو د ستونزو او په ځانګړې توګه د بې وزلۍ په برخه کې د ستونزو د زیاتوالي لامل ګرځي، نو پاکستان باید له دغه یو اړخیزو بندیزونو څخه پیروي ونه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې همدارنګه په لوېدیځه آسیا کې د بدلونونو په تړاو وویل: امریکا او اروپا نور د بشري اصولو او د بشري حقونو په تړاو د خبرو کولو اعتبار نه لري او د هغوی دوه مخي د اوکراین او غزې په جنګونو کې په ښکاره توګه لیدل کېږي.

ټیګونه