د پاکستان ولس د فلسطین او لبنان د مظلومو خلکو په ملاتړ کې میلیوني مظاهرې وکړې
سحاب – د پاکستان د کراچۍ په شمول په سترو ښارونو کې په میلیونونو پاکستانیانو د غزې تړانګې او لبنان پر مظلومو خلکو باندې د اسرائيلو او د هغو دملاتړو له خوا په وحشي ډول جنایتونو او نسل وژنې باندې په اعتراض کې سترې مظاهرې وکړې.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د کراچۍ ښار په لکونو خلکو پرون د فلسطین او لبنان له مظلومو خلکو سره د پیوستون ستره غونډه جوړه کړه او د لبیک یا اقصی ،لبیک یا غزې په چغو پورته کولو سره ئې د مقاومت جبهې په تیره بیا د فلسطین او لبنان له مبارزو خلکو سره خپل پيوستون نندارې ته وړاندې کړ.
مظاهره چیانو د پاکستان په کراچۍ ښار او نورو ښارونو کې د مقاومتي جبهې د شهیدو کمانډرانو د تصویرونو او د فلسطین او لبنا د بیرغونو په اوچتولو سره د امریکا او نسل وژونکي اسرائيلو په ضد سخت شعارونه ورکړل.
همداراز د ملی یکجهتي کونسل له خوا هم د طوفان الاقصی دعملیاتو د لومړنۍ کلیزې په مناسبت د غزې او فلسطین له خلکو سره د پيوستون په خاطر د بلوچستان صوبې په کویټه کې د پيوستون سمینار ترسره شو چې پکې مذهبی او سیاسي او کلتوری شخصیّتونو ګډون او ویناوې وکړې.
داپه داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده ، دپاکستان د اسلام اباد پشمول په نورو ښارونو کې دفلسطین او لبنان له مظلومو خلکو سره دپیوستون میلیوني لاریونونه ترسره شي او وحشي اسرائيلیانو ته وښئ چې د فلسطین او لبنان ولس یوازې نه دی او په درستې نړۍ کې ملاتړي هماغه شان په زیاتیدا دي.
په کراچۍ کې د جماعت اسلامی ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان په دغې لوئې غونډې کې د اسرائيلو دنیواکګرۍ په ضد د فلسطینیو اتلو مبارزانو په تیره بیا د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد د ایران د اسلامی جمهوریت توغندوي عملیاتو په قدرونې او ستاینې سره ، په سیمې کې د جنایتکارو صهیونیسټانو د زیاتیدونکو بلاګانو په ضد د اسلامی هیوادونو د یووموټي غبرګون غوښته وکړه او وې وئيل، امریکال د فلسطینیانو د نسل وژنې لپاره د جنایتکار صهونیسټي رژيم د اړتیاؤ تامینونکې ده او په حقیقت کې امریکایان ددغو ډله ایزو وژلو پشتیبانان دي.