د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي
(last modified Tue, 08 Oct 2024 13:08:38 GMT )
Oct 08, 2024 17:38 Asia/Kabul
  • د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي

په پاکستان کې له وروستیو لاریونونو سره هممهاله، د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي ناندرۍ هم پيل شوې دي.

د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، پاکستان دې د خلکو مشروع حقونه ومني او روانه بې ‌ثباتي دې مهار کړي؛ ځکه په خبره يې دغه بې ‌ثباتي له پاکستان سربېره پر سيمې هم اغېزه کولای شي.

اعلاميه زياتوي، د ولس مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی. وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار ستونزې لا پېچلې کوي.

اعلاميه کې هيله ښودل شوې چې د پاکستان حکومت او تأثيرګذاره اداره، له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.

خو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د سرپرست حکومت غوښتنو ته تند غبرګون ښودلی او دا يې د پاکستان په داخلي چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، کابل دې په اسلام آباد کې یوه ډيموکراټيک دولت ته د مشورې ورکولو پر ځای خپلې داخلي ستونزې حل کړي.

هغې زیاته کړې: طالبان دې ټول شموله حکومت ته لومړیتوب ورکړي او د خپلو خلکو اړتیاوو او هیلو ته دې ځواب ووایي او دغه راز دې ښځو او نجونو ته د کار او زده ‌کړو حق ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وړمه ورځ د یوې اعلامیه په خپرولو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

ټیګونه