سږ کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي
(last modified Tue, 08 Oct 2024 13:14:54 GMT )
Oct 08, 2024 17:44 Asia/Kabul
  • سږ کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي

سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۲ پېښې ثبت شوي، دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي دي.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې روانه اونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولايتونو کې درې نور ماشومان په پوليو يا ګوزڼ ويروس اخته شوي دي.

دغه نوښت تېره اونۍ په راپور کې وویل چې په افغانستان کې سږ کال کې تراوسه د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

دغه اداره وايي چې په روان ۲۰۲۴م کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي. پر دې سربېره د ګوزڼ اووه پېښې په سند ايالت، دوې په خیبر پښتونخوا او يوه، يوه پېښه په پنجاب صوبې او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې دي.

په پاکستان کې له پولیو سره د مبارزې د ادارې د مسوولانو په وینا، ناامني، او د ځینو کورنیو له لوري د خپلو ماشومانو د نه واکسین کولو له امله د پولیو پېښې ډېرې شوي دي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

هغوی ټینګار کوي چې تر پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.  دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پولیو پکې له منځه تللې نه ده.

ټیګونه