د پاکستان په بلوچستان کې وسلوالو کسانو ۲۰ کان کندونکي ووژل
(last modified Fri, 11 Oct 2024 08:11:06 GMT )
Oct 11, 2024 12:41 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کې وسلوالو کسانو ۲۰ کان کندونکي ووژل

د بلوچستان پولیسو وئيلي دي ، په دغې حملې کې  چې راکټ لانچر ،لاسي بمونه او اټومټیک وسلې پکې کارول شوي دي ،شل مزدوران وژل شوي او اولس نور ټپیان شوي دي.

ایرنا خبری اژانس ر اپور ورکړی، د پاکستان په بلوچستان صوبې کې  مخ پټو وسلوالو کسانو نن سهار وختي په ډزو او راکټ لانچر برید سره په ډکي سیمې کې دډبرینو  سکرو پر کان کندونکو برید کړی دی چې  له امله ئې  شل مزدوران وژل شوي دي

د بلوچستان پولیسو وئيلي دي ، په دغې حملې کې  چې راکټ لانچر ،لاسي بمونه او اټومټیک وسلې پکې کارول شوي دي ،شل مزدوران وژل شوي او اولس نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې تر دې دمه  ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې ،دپاکستان پولیس وائي چې  یرغلګر له جناته وروسته د پيښې له ځایه په تښتې کې بریالي شوي دي.

په وروستیو کلونو  کې د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د کوئلې کان کندونکو مزدورانو پشمول د عامو خلکو په ضد ډيرې حملې شوي دي چې زیاتروئې ترهه ګرو ډلو او بلوچ بیلتون غواړو ډلو ټپلو  پړه په غاړه اخستې ده.البته   پولیسو  او امنیتی ځواکو د خپل عادت په  اساس پلټنې پیل کړي او وئيلي ئې  دي چې  جنایتکار به له سزا بچ پاتې نشي ،خو ډیری کارپوهان وائي چې که تر دې دمه کوم جنایتکار ترهه ګر او شرغواړي سزا شوي وائ ،نو دغه شان پيښې به تر ډیره حده ختمې شوي وې.

 

ټیګونه