د بلوچستان پر کان کیندونکو په برید کې ۴ افغان کارګر هم وژل شوي
(last modified Sat, 12 Oct 2024 00:45:45 GMT )
Oct 12, 2024 05:15 Asia/Kabul
  • د بلوچستان پر کان کیندونکو په برید کې ۴ افغان کارګر هم وژل شوي

د افغان طالبانو حکومت ویلي چې د بلوچستان صوبې په (دوکي) کې د سکرو پر کان کیندونکو په برید کې ۴ افغان کارګر هم وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت پر کارګرو دا برید غندلی او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

له بلې خوا د پېښې په سیمه کې ګڼ شمېر خلکو پرون (جمعه) په کان کې د ۲۰ تنو کارګرو د وژل کېدو او د ۷ نورو د ټپي کېدو په اعتراض کې احتجاج وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د کارګرو د ژوند ساتنه وکړي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو ځايي اوسېدونکي ګومان کوي چې د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډلې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ به دا برید کړی وي چې وايي، د پنجاب حکومت د دوی سرچینې لوټي او دوی یې د مخنیوي هڅه کوي.

د بلوچستان د آزادۍ پوځ چې په بلوچستان کې پر پولیسو او پوځیانو د اکثرو بریدونو مسئولیت په غاړه اخلي، د دوکي د برید په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د بلوچستان په کانونو کې اکثره کارګر د پښتونخوا او افغانستان خلک دي چې په خپلو سیمو کې د کار د نه نشتوالي او خورا بېوزلۍ له امله، د سکرو په کانونو کې ډېرو سختو او شاقه کارونو ته غاړه ږدي.

ټیګونه