په پاکستان کې د فارسي ژبې له زده کړې سره دلچسپي زیاته شوې
(last modified Sun, 13 Oct 2024 00:02:52 GMT )
Oct 13, 2024 04:32 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د فارسي ژبې له زده کړې سره دلچسپي زیاته شوې

سحاب – د پاکستان په ترټولو لوي بندري ښار کراچۍ کې د ایران کلتوري خونې  په دغه ترټولو لوي ښار کې  د فارسي  ژبې له زده کولو  سره دلچسپي ترپام وړ پورې د زیاتیدا خبر ورکړی.

زمونږخبریال راپور راکړ  د پاکستان په کراچۍ کې د ایران دکلتوري خونې مسئول سعید طالبی نیا  د کراچۍ پوهنځي  دبهرنیو ژبو د څانګې له مدیرې میرمن سحر علی شاه سره  په کتنې کې  په دغه کالج کې د فارسي ژبې د زده کړې د برخې په پرانیستو باندې د خوښئ په ښودلو سره  ووئيل؛فارسي ژبه د پاکستان  د ملت په خټې کې ریښه لري  او هیڅ یو قدرت  له دغه حقیقته انکار نشي کولی.

طالبي نیا ووئيل، په تیر یوه کال کې  د ایران د کلتوري خونې په هڅو سره  په کراچۍ ستر ښار کې د  فارسي ژبې  له زده کړې سره دلچسپي په اوڅاره توګه زیاته شوې ده  او  په  مختلفو دیني ،اقتصادي او تعلیمي  مرکزونو کې ددغې خوږې ژبې زده کړې  په یوه هیله منونکي حالت بدلې شوي دي.

په پاکستان کې د ایران د کلتوري خونې مسئول روښانه کړې ده ، دکراچۍ د پوهنځي  د غوره محصیلینو لپاره په ایران کې د پوهې د زیاتولو  د ورکشاپ او کیمپ ترسره کیدا،ددغه کالج  داړتیا په بڼه کې د فارسي استاد تامینیدا او  د کراچۍ په پوهنځي کې د  ایران   دټاټوبي د دود او دستور او فارسي ژبې په باب  دګډو غونډو او جشنونو ترسره کیدا  هغه اقدامات دي چې د ایران کلتوري خونه ئې د فارسي ژبې دودولو په لړ کې ترسره کولی شي.

د کراچۍ  د پوهنځي د بهرنیو ژبو د برخې مدیرې هم ووئيلوفارسي ژبه په حقیقت کې د پاکستان یوه پخوانۍ اوملی ژبه ده او د پاکستان حکومت به ئې د احیاء لپاره هڅه وکړي.

 

ټیګونه