نن په اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه پیلېږي
(last modified Tue, 15 Oct 2024 07:49:56 GMT )
Oct 15, 2024 12:19 Asia/Kabul
  • نن په اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه پیلېږي

ټاکل شوې چې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې پيل شي.

د راپورونو له مخې، د دغې غونډې لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي او د پاکستان حکومت درې ورځې رخصتي هم اعلان کړې ده.

دې غونډې ته تر اوسه د طالبانو حکومت نه دی بلل شوی او نه هم د طالبانو حکومت په دې اړه تر اوسه څه ویلي دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون پرون دوشنبه د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی وو، چې د طالبانو حکومت ته؛ ځکه بلنه نده ورکړ شوې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې عمومي منشي دوی ته بلنه نه وه استولې.

پاکستاني رسنیو همدارنګه لیکلي، په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ پر ۱۵مه له هغې څو اونۍ وروسته وځنډول شو، چې د طالبانو حکومت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ.

ټیګونه