له ۶۵ ورځو وروسته د پاک - افغان لویه لاره پرانیستل شوه
(last modified Thu, 17 Oct 2024 11:31:54 GMT )
Oct 17, 2024 16:01 Asia/Kabul
  • له ۶۵ ورځو وروسته د پاک - افغان لویه لاره پرانیستل شوه

پاکستاني چارواکو له پنځه شپېته ورځو وروسته د پاک - افغان لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکړی او ویلي چې، دغه لویه لاره په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.

په پاکستان کې سیمه ایزو چارواکو ویلي چې، د تورخم دروازې ته غځېدلې "پاک - افغان لویه لاره" بېرته پرانیستل شوې ده.

دغه لویه لاره په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر ضد د بې ځایه شویو خلکو له اعتراضونو وروسته تړل شوې وه.

چارواکو ویلي چې، دغه لویه لاره د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور او مظاهره چیانو تر منځ له "بریالیو خبرو" وروسته پرانیستل شوه.

 ګنډاپور ډاډ ورکړی چې د بې ځایه شویو د راستنېدو او له هغوی سره د مرستو پلان به، راتلونکې اونۍ اعلان کړي.

د پاک - افغان لویه لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده.

له څه باندې دوو مياشتو راهيسې د لاريونونو له امله، د دغې لويې لارې تړل کېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري سخته اغېزمنه کړې وه.

ټیګونه