اسرائيل او امریکا د نړۍ لپاره ترټولو ستر ګواښ دي.
(last modified Sun, 20 Oct 2024 02:45:56 GMT )
Oct 20, 2024 07:15 Asia/Kabul
  • اسرائيل او امریکا د نړۍ لپاره ترټولو ستر ګواښ دي.

فینکلشټاین  د ټولنپيژندنې استاده ده  چې تر نهو کلونو پورې ئې د امریکا په پنسلوینیا  مولنبرګ  کالج کې د فلسطین په باب تدریس کاوۀ.

د پوهنتون یوې یهودي پروفیسرې  د صهیونیسټي رژيم  په اقداماتو باندې په سختو نیوکو سره  دغه رژيم د نړیوالې ټولنې لپاره یو ستر ګواښ وبالۀ.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د پوهنتون یوې یهودي پروفیسرې مورا فینکلشټاین  چې د صهیونیسټي رژیم په ضد د یوه پوسټ په دلیل  له  مولبنرګ کالجه ویستل شوې ،  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  دهغې ویستل  به دامریکا  په متحده ایالاتو کې دبیان د آزادۍ او لوړو زده کړو لپاره یوه بده مخینه ولري.

فینکلشټاین  د ټولنپيژندنې استاده ده  چې تر نهو کلونو پورې ئې د امریکا په پنسلوینیا  مولنبرګ  کالج کې د فلسطین په باب تدریس کاوۀ.

هغې له آناتولی خبری آژانس سره په یوې مرکې  ځان یو هغه صهیونیسټ ضده  یهودي معرفی کړی  چې  دفلسطین د آزادۍ لپاره هڅه  کوي.

هغې توضیح ورکړې چې که څه هم  دیوې صهیونیسټي کورنۍ غړې ده ،خو له هغه مهاله چې په ښونځي په زده کړو بوخته وم، هغې ته داسلو د سولې د موافقې په بحث کې  د فلسطین د نمایندګۍ دنده  ورسپارل شوې  چې د ما ژوند ئې بدل کړی دی. هغه وائي ،  داسرائيلو افسانه  چې په متحده ایالاتو او درستې دنیا کې په هولوکاسټ پسې  یو دول ستره  ښودل کیږي، یو چټي او پوچ خوب دی.  د پوهنتون  دغه استاذه  ټينګار کوي، دغه افسانه  په حقیقت کې  یوه استعماري ښارګوټو جوړونکي پروژه وه چې په هغې کې فلسطنییان   د اسرائیلو به نامې سره  یو موجود په دلیل  د نسل وژنې او د مالکیّت د اخستو شاهد ؤ.

هغې دغه راز ووئیل،  هغې خپل زیاتره  تخنیکي ژوند  د فلسطین په باب دزده کړې دڅرنګوالي په باب تفکر ته وقف کړی دی، د ما د لیریکولو  دلیل هم  همدا دی چې په اینسټاګرام  پاڼې  مې یو انځور خپور کړی چې له صهیونزم سره  د اړیکو له عادي کیدا سره د مخالفت په باب  مو د یوه فلسطنیی شاعر ریمی کنازی  شعر  ئې درلود.

 

ټیګونه