داسلامی فرقو اودمتقابل دنظرونو احترام کول داسلامی امت او پاکستان امنیت اوثبات تامینوی
(last modified Sun, 01 Oct 2017 03:08:13 GMT )
Oct 01, 2017 07:38 Asia/Kabul
  • داسلامی فرقو اودمتقابل دنظرونو احترام کول داسلامی امت او پاکستان امنیت اوثبات تامینوی

دپاکستان د جماعت اسلامی ګوند عمومی منشی لیاقت بلوچ پرون په اسلام اباد کې د حسین عاشورا په درشل کې ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې دعاشورا په مناسبت دتسلیّت په وئیلو سره روښانه کړې ، حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه وفادارو ملګرو په کربلا کې خپل ځانونه قربان کړل څو مسلمانان له تفرقې او درز لیرې ووسی او د اسلامی امت د دښمنانو په مقابل کې لازیات متحد شی .

هغه د غه   داسلامی فرقو  او ډل ټپلو    انسجام او پیوستون  او دمتقابلو نظرونو  احترام کول   په اسلامی نړۍ په تیره بیا  په پاکستان کې   دسولې اوثبات  دپراختیا لپاره   یو ضروری اصل وباله او  زیاته ئې کړه ، شیعه اوسنی مسلمانان باید   داسلامی امت  د اتفاق اواتحاد  دښمن ته  په  اتحاد او یو موټی کیدا سره  ماته ورکړل شی ، نو ځکه د دغې موخې  دپوره کیدا لپاره  دپاکستان ملت او   مسلمانان به  استکباری اواستعماری  طاقتونو اودهغوی تالی څټو ته  اجازت ورنکړی څو  اسلامی امت په تیره بیا دپاکستان  په ضد خپلې سپیرې   اوشیطانی دسیسې کامیابی   کړی .

 

ټیګونه