په پاکستان کښې د آل سعود خلاف مظاهرې وشوې
(last modified Sun, 24 Jun 2018 15:51:08 GMT )
Jun 24, 2018 20:21 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د آل سعود خلاف مظاهرې وشوې

د پاکستان یوه ډله خلکو او د مذهبي ګوندونو پلویانو د پلازمینې اسلام آباد په شمول د هیواد په مختلفو ښارونو کښې په لاریون او راغونډو سره په مدینه منوره کښې د بقیع هدیرې په ورانولو کښې د آل سعود اقدام وغنده.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې په یاد لاریون کښې ګډونوالو آل سعود، آل یهود وباله او د جنت البقیع د مبارکو قبرونو د زرترزره بیا رغاونې غوښتنه یې وکړه.

د دغه لاریون ګډونوالو د یوې بیانیې په خپرولو سره د اسلامي ملګرتیا له سازمان او ملګرو ملتو وغوښتل چې د بقیع هدیرې د بیارغاونې لپاره لاس په کار شي.

د ویلو ده چې د ۱۳۴۴ قمري کال د شوال د میاشتې په اتمه نیټه جنت البقیع چې د امام حسن مجتبی، امام سجاد، امام محمد باقر او امام جعفر صادق علیهم السلام په قبرونو باندې له جوړ مزار نه علاوه د ډیر سترو اصحابو قبرونه پکښې دي، د وهابیانو په لاس وران کړی شو او ټول مبارک قبرونه یې هوار کړل.

 

ټیګونه