بلوچستان صوبې کښې واورو ۱۵ کسان وژلی دی
(last modified Mon, 13 Jan 2020 08:37:24 GMT )
Jan 13, 2020 13:07 Asia/Kabul
  • بلوچستان صوبې کښې واورو ۱۵ کسان وژلی دی

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بلوچستان صوبې په بیلابیلو سیمو کښې له تیرو دوو (۲) ورځو راهسې واورو او بارانونو ستر تاوانه رسولی دی او پینځلس (۱۵) کسان یې وژلی هم دی .

د بلوچستان صوبې حکومت په اوو(۷) سیمو کښې بیړنی حالت اعلان کړی دی .

د پاکستان د بلوچستان صوبې اعلی وزیر جام کمال خان وویل ځایی حکومت د سړکونو د خلاصولو او خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره په کامل ډول کار کوی او په نوکنډی سیمه کښې په سیلاب کښې د ښیکلو خلکو د ایستلو لپاره له پوځ څخه مرسته غوښتل شوی ده .

د پاکستان د بلوچستان صوبې په کویټه ښار کښې د واورې له کبله د بریښنا د لسو (۱۰) فیډرونو د بندیدا له کبله بریښنا غوڅه شوی ده او کویټه ته د ټولو تلونکو او راتلونکو الوتکو الوتونه لغوه شوی دی .

د کویټه په شمول د پاکستان د بلوچستان صوبې په ډیرو سیمو کښې واورو او بارانونو د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی او د صوبې په لوړو سیمو کښې تر کابو څلور (۴) فټو پورې واورې شوی دی او د هیواد له نورو سیمو سره د بلوچستان د ځمکې له لارې ارتباط غوڅ شوی دی .

دغه راز د پاکستان دسیند صوبې په سکهر او جام پور سیمو کښې هم سختو بارانونو تراوسه څلور(۴) کسان وژلی او څه دپاسه سل (۱۰۰) نور ژوبل کړی هم دی .

 

ټیګونه