د فلسطین له دریځ څخه د پاکستان ملاتړ
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر یو ځل بیا د فلسطیني ولس له دریځ څخه د دې هیواد پر ملاتړ باندې ټینګار وکړ.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم اسرائیلو سره د پاکستان د اړیکو د رغولو د پروپاګنداو په غبرګون کې ټینګار وکړ چي د فلسطین له ولس څخه ملاتړ د پاکستان د بهرني سیاست نه جلا کېدونکې برخه ده.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وویل: په فلسطین کې د یو خپلواکه دولت د جوړېدو او د فلسطینیانو له خوا د برخلیک ټاکل کېدا د پاکستان د بهرني سیاست له اصلو څخه بلل کیږي.
تر دې مخکې هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان صهیونیستي رژیم سره د ځینو اسلامي هیوادونو د اړیکي نیولو په غندلو سره ټینګار کړی و چي یو اړخیز اقدامات او اسرائیلو سره د اړیکو رغونه په فلسطین کې د ستونزو د زیاتېدو سبب ګرځي.
عمران خان په یوه خبري ناسته کې فلسطین سره د اماراتو ښکاره خیانت ته په اشارې سره وویل: ټپل شوي اقدامات منجمله د صهیونیستي رژیم په رسمیت پېژندنه د فلسطین د مسالې حل نه دی بلکي د لا زیاتو ستونزو سبب ګرځي.