نړۍ د مایک پمپئو په ایراني ضد تورونو هیڅ باؤر نه کوي
د پاکستان لومړي وزیر وئیلي دي دامریکا خارجه وزیر په اصولي توګه د کرښې آخر ته رسیدلی دی اوپه امریکا کې د اوسني حکومت مهلت نور ختم شوی دی ، په عین حال کې دهغه تورونه ډیر خطرناک دي او اصلي موخه ئې هم دصهیونیسټانو خوشالول دي .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور ارکړ د پاکستان لومړی وزیر بیګا ددغه هیواد له بول ټي وي سره په خصوصي مرکې کې دایران په ضد دامریکا د وروستیو تورونو په غبرګون کې وئيلي دي ، د امریکا دخارجه وزیر مایک پمپئو وروستۍ څرګندونې د اسرائيلو دخوشالولولپاره یو خطرناک حرکت دی خو نړۍ په دغو ادعاګانو هیڅکله هم باؤر نه کوي .
عمران خان ټینګار کړی ، د ایران داسلامی جمهوریت په ضد دمایک پمپئو تورونه او له القاعدې سره ددغه هیواد اړوندول هیڅکله منطقي نه دي او دنیا دغه شان له ملنډو ډکې خبرې نه مني .
د پاکستان لومړي وزیر وئیلي دي دامریکا خارجه وزیر په اصولي توګه د کرښې آخر ته رسیدلی دی اوپه امریکا کې د اوسني حکومت مهلت نور ختم شوی دی ، په عین حال کې دهغه تورونه ډیر خطرناک دي او اصلي موخه ئې هم دصهیونیسټانو خوشالول دي . عمران خان په ډاګه کړې هیڅ شک نشته چې مایک پمپئو د اسرائيلو د راضي کولو لپاره دایران په ضد دغه شان بې اساسه تورونه مطرح کوي ، البته شاید ممکنه ده هغه ځان د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره تیاروي او په همدې موخې سره دصهیونیزم دلابۍ دملاتړ په جلبولو پسې وي .باید ټول دې په دې پوهه شي ، چې په سیمې کې یوازې اسرائيل د ایران په کمزوري کولو پسې دی او د مقاومت په ځاي کې او پخپلو پښو په دریدا کې د ایران په شان یو هیواد هم نشته ، په همدې دلیل امریکا له سورئې او عراقه وروسته په ایران کې دګډوډیو په رامینځةکولو پسې ده .