هند او پاکستان بیاهم په کشمیر کنټرول لاین کښې ښکیل شول
Jan 24, 2021 07:44 Asia/Kabul
د کشمیر په کنترول لاین کښې د پاکستاني او هندي پوځیانو ترمینځ شوې نښته کښې یو پاکستاني ځوان ژوبل شو.
د کشمیر په کنترول لاین کښې د پاکستاني او هندي پوځیانو ترمینځ شوې نښته کښې یو پاکستاني ځوان ژوبل شو.
د پاکستان پوځ پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې هندي پوله ساتونکو د سرحدي اوربند د تړون په خلاف ورزۍ سره د پاکستان په خاوره کښې د چري کوټ سیکټر استوګنې سیمې په درنو وسلو وویشتلې.
هند او پاکستان په ۲۰۰۳ کال کښې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند موافقه لاسلیک کړې خو له هغې وروسته دواړو لورو یو بل په کراتو د دغې موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړي دي.