د پاکستان حکومت نوازشریف بیرته ستنوي
Feb 15, 2021 04:20 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هیواد ته د پخواني لومړي وزیر نوازشریف د بیرته راستنولو لپاره له بریطانیه سره د مشورې او د هڅو خبر ورکړ .
د پاکستان سترې محکمې سپریم کورټ د دوه زره اولسم(۲۰۱۷) میلادي کال په جنورۍ میاشت کښې پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې مشر نوازشریف د مالي فساد په تور له واک څخه لیری کړی و او نوازشریف همدا اوس د ناروغۍ د درملنې په پلمه په لندن کښې وسیږي .
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل اسلام اباد هیواد ته د نوازشریف د بیرته راستنولو لپاره د انګلستان له حکومت سره د خبرو په حال کښې دی .
هغه وویل پاکستان ته د نوازشریف ورستنول یو (۱)مفصل او پیچلی بهیر دی .