پاکستان عراق ته طبي مرستې ولیږلې
د پاکستان حکومت عراق هیواد ته طبي او درملیزې مرستې لیږلې دي
د پاکستان حکومت عراق هیواد ته طبي او درملیزې مرستې لیږلې دي
د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په حکم له کوویډ ۱۹ ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د طبي مرستو یوه الوتکه پرون له اسلام آباده بغداد ته ولیږدوله شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې په راتلونکو ورځو کښې به دوه نورې الوتکې هم عراق ته یولړ مرستې یوسي.
په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي: د کرونا خوریدونکي ناروغي یوه نړیواله ننګونه ده چې یوازې په نړیوال پیوستون او ملګرتیا سره د کنټرولیدو وړ ده. د پاکستان حکومت او خلک په دې سخت پړاؤ کښې د خپلو عراقي وروڼو ترڅنګ ولاړ دي.
پاکستان په تیر اکتوبر کښې هم له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره له سوریې سره د انساني او طبي مرستو په لړ کښې یوه جوپه دمشق ته لیږلې ده.