May 02, 2021 05:29 Asia/Kabul
  • پیښور کښې قرآني سیالۍ ترسره شوې

د رمضان د مبارکې میاشتې په مناسبت د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په مرکز پيښور کښې د ایارن د اسلامي جمهوریت کلتور خونې قرآني مقابلې ترسره کړې.

د رمضان د مبارکې میاشتې په مناسبت د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په مرکز پيښور کښې د ایارن د اسلامي جمهوریت کلتور خونې قرآني مقابلې ترسره کړې.

دغه قرآني سیالۍ د تلاوت، حفظ او له اسراء او حجرات سورې څخه د پوښتنو په دریو برخو کښې د خیبر پښتونخوا صوبې له لسو ښارونو او ګلګت بلتستان څخه د ۸۵ شیعه او سني قاریانو او حافظانو په ګډون سره، په پیښور کښې د ایران په خانه فرهنګ کښې وشوې.

د متنو د جومات ملا امام او امامِ جمعه مفتي عبدالرحمن، پیښور کښې د منهاج القرآن غورځنګ د میرمنو د څانګې مشرې روبینه معین او د خیبرپښتونخوا صوبې د حکومتي رسنۍ پخواني رسمي قاري شاهد اعظم الازهري په شمول څو تنو مشهورو پاکستاني قاریانو د دغو مقابلو قضاوت وکړ او په پاې کښې په یادو برخو کښې ۹ غورو کسانو ته نغد انعامونه او په سیالیو کښې د ګډون سرټیفیکیټس ورکړې شول.

د خیبرپښتونخوا صوبې د اسلامي بین المذاهب شورا پخواني مرستیال او د عالمانو د اتحادیې مشر مولانا محمد شعیب په دې موقع خپلې وینا کښې د ډول ډول دیني او کلتوري پروګرامونو په ترسره کولو سره د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او وحدت د چورلیز په توګه په پیښور کښې د ایران د کلتور خونې د بې شُبهې هلوځلو د قدرونې په ترڅ کښې وویل: د داشان قرآني پروګرامونو جوړولو د شیعه او سني ترمینځ د وحدت په ټینګښت کښې ستر رول لوبولې دی او په مختلفو وحدت رامینځته کونکو مناسبتونو کښې د اسلام د دوو پياوړو مټو په توګه د شیعه او سني مشارکت، د اسلام د دښمنانو د دسیسو په شنډولو باندې اغیزه کولې شي.

 

ټیګونه