Nov 09, 2020 12:25 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۹-۸-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په سر کښې هم د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله يې وليکل: امريکه دې د تېرو تېروتنو د تلافۍ لپاره له نوو فرصتونو استفاده وکړي.

ولسمشر حسن روحاني د امریکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې ته په اشارې سره وویل د ډونالډ ټرمپ له ناسم او له تاوانه ډک سیاست سره نه یوازې د ټولې نړۍ خلقو بلکه د امریکې ولس هم مخالفت وکړ .

ولسمشر پرون د حکومت د اقتصادي غږملتیا د کمیټۍ په غونډې کښې وویل همدا اوس د امریکې د راتلونکي حکومت لپاره فرصت رامنځته شوے دے چې د تیرو وختونو غلطیانې تلافي کړي او د نړیوالو قواعدو په احترام کولو سره په نړیوالو ژمنو پاې بند پاتې  کیدو لارې ته راستنه شي.

هغه همدارنګ تاکيد وکړ اوس وخت رارسیدلی دے چې د ایران او ګاونډیو هیوادونو د ملګرتیا او د غږملتیا په سیوري کښې په سیمه کښې امنیت او پراختیا زیاته شي او د هیواد د اقتصادي ودې او ثبات لاره په لا زیات قوت او چټکتیا سره کچ شي .

ورځپاڼې همدا رنګ وليکل،  په نړیوالو چارو کې د معظم رهبر صلاحکار وويل: ایران د افغانستان د ملت او حکومت په څنګ کښې ټينګ ولاړ دے.

ډاکټر ولایتي د ایران او افغانستان د دوملتونو ډیرو تاریخي ، کلتوري او تمدني مشترکاتو ته په اشارې سره وویل ایران د افغانستان د ملت او حکومت په څنګ کښې ټينګ ولاړ دے .

ډاکټر ولایتي د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو له ځانګړې استازې میرمن دبورا لاینز سره په کتنه کښې د دې خبرې په کولو سره چی ملګرو ملتو هڅه کړې ده چې په افغانستان کښې صلح تینګه شي زیاته کړه باید د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو لپاره د ملګرو ملتو په څنګ کښې ګام پورته شي.

--------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزير په حوالې سره وليکل: ټرمپ لاړ خو مونږ او ګاونډیان پاتې شوو.

د ایران خارجه وزیرمحمد جواد ظریف د ګډو ګټو د پوره کېدو په لړ کښې د سیمې له هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره د ایران د چمتو والي خبر ورکړ .

ظریف د دې خبرې په کولو سره چی ایران ټول خبرو اترو ته رابولي وویل خبرې اترې د اختلافاتو او تاوتریخوالو د ختمولو یوازېنۍ لار ده .

ورځپاڼې د ايران د خارجه وزير د سياسي مرستیال په نقل سره وليکل:

د ايران په افغانستان کښې د صلحې له بهیره د دغه هیواد د حکومت په مالکیت او د طالبانو په شمول د ټولو سیاسی ډلو په ګډون ملاتړ کوي.

عباس عراقچی په تهران کښې د افغانستان په چارو کښی د ملګرو ملتو له  ځانګړې استازې میرمن  دبورا لاینز سره  په کتنه کښې د افغان حکومت په محوريت سره په افغانستان کښې د صلحې له بهیره د ایران په  ملاتړ تاکيد وکړ .

---------

د تهران يوې بلې کېهان  ورځپاڼې وليکل: د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند ادم ارلي ویلي چې کېدې شي ډونالډ ټرمپ زنداني شي.

نوموړي له العربیه ټيلي ويژني چېنل سره په مرکه کښې ویلي، ټرمپ کېدې شي ډېر زر د زندان ژوند هم تجربه کړي، ځکه چې د نوموړي په خبره، هغه تر ولسمشرۍ مخکې ډېر جنایتونه کړي دي، لکه جنسي ځورونې او له مالیاتو تېښته.ارلي د خپلو خبرو پر دوام کښې  ویلي، په ټرمپ تازه تور دا دے چې د خپل انتخاباتي کمپېن لپاره یې په ځانګړې شوې بودجه کښې هم بدلونونه  راوستي دي.

---------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې جنګ ورځپاڼې د پاکستان د نورو ورځپاڼو په شان د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر پرونيو وېناو ته کورېج ورکړے دے او ليکلي يې دي، ډاکټر حسن روحاني وويل، امريکه دې اوس د ايران د اسلامي جمهوريت په وړاندې خپله غلطه پاليسي سمه کړي.

ورځپاڼې وليکل، په انتخاباتو کښې د جوبائيډن په کاميابېدو ځينې هېوادونه خوشحال او ځينې هم غلي دي. ورځپاڼې همدارنګ وليکل، د سعودي، اماراتو او افغانستان حکومتونو جوبائيډن ته مبارکۍ وويلې او روسيه، ترکيه، سېلوينيا او مېکسيکو حکومتونه تر اوسه غلي دي.

ورځپاڼې د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم بنيامين نتنياهو له قوله وليکل، جوبائيډن د اسرائيلو ډېر نزدې دوست دے.

ورځپاڼې د آذربائيجان جمهوريت د سرچينو له قوله وليکل د دغه هېواد فوځیانو د قره باغ سيمې يو مهم شار شوشا له آرمينيا څخه آزاد کړ. د دغه مهم ښار په ازادۍ د آذربائيجان جمهوريت خلقو جشن ونمانځه خو آرمينيا د دغه ښار د ازادۍ خبر رد کړ.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان او روسيې ګډ فوځي مشقونه نن د پاکستان په تربيلا ښار کښې شروع شول، دغه مشقونه به تر دوو هفتو پورې جاري وي.

------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل، متحده عرب اماراتو په شرابو باندې پابندي ختمه کړه اوس به له يويشت کالو زیات کسان شراب ساتلې او استعمالولې شي په ځينو شرعي او اسلامي سزاګانو کښې يې هم کمښت او نرمښت رامنځته کړ.

ورځپاڼې د پاکستان د مذهبي چارو د وزير په حوالې سره وليکل، مونږ مسلمانان به د خپلو سرونو په ورکولو سره د خداے د ګران رسول (ص) د رسالت د ناموس تحفظ وکړوو.

پير نورالحق قادري  نړيوال ميلاد کانفرنس ته په وېنا کښې وويل، فرانسوي حکومت د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د سپکاوي اجازت په ورکولو سره د نړيوال امن د تباهۍ لاره خلاصه کړه.

ورځپاڼې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی له قوله وليکل د علامه اقبال د فلسفې په سيوري کښې هېواد مخ په وړاندې بوتلل پکار دے. وزيراعلی محمود خان د علامه محمد اقبال د ولادت د کليزې په مناسبت شره زياته کړه، علامه اقبال د لوړې درجې فلاسفر، دانشور او شاعر  او د سيمې د مسلمانو هېوادونو يو ستر ليډر ؤ.

--------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پایله او د افغانستان په اوسني وضعیت کې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د اغېز په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله کې راغلي چې د امریکا نوے حکومت د افغان سولې ټینګښت برخه کې نوے باب پرانیزي.

د مقالې د لیکوال په باور، د امریکې ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی جوبایډن باید پر طالبانو فشار راوړي ترڅو اوربند وکړي او بین‌الافغاني مذاکرات پرته له دې چې د افغانانو وینه تویه شي پر مخ لاړ شي.

-------

هېواد دولتي  ورځپاڼې بيا په سرمقاله کښې ليکلي دي

د امریکې تازه ټاکل شوے ولسمشر جوبايډن له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستان څخه ښه پېژندنه لري، نو هیلې شته چې د ده له راتګ سره به له ترهګرۍ سره مبارزې برخې کې ښې لاسته راوړنې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رئیس ته د خپلې مبارکۍ پیغام په دوام کې لیکلي و چې له امریکا سره به د ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې برخو کې ګډ کار کوي.

لیکوال لیکلي، د سولې برخه کې امریکه له طالبانو سره پاتې راغلې، د امریکا مخکښېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان د صلحې د خبرو اترو په برخې کې بيړه وکړ ه او له وخت مخکې یې د افغانستان حالاتو ته شا کړه،

--------

د ملي ارمان ورځپاڼې سرمقالې موضوع هم په امریکا کې د ټاکنو پایلې او د افغان سولې دوام باندې راڅرخي.

د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي لیکلي، د جوبايډن بریا به د دې لامل شي چې بین‌الافغاني مذاکراتو کې طالبان له ځانه انعطاف وښيي.

د لیکوال په باور، په دوحه کې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون او همداراز د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې له‌خوا طالبانو ته ډېر اهمیت ورکول د دې لامل شوي و چې طالبان په بین‌الافغاني مذاکراتو کې ځان برلاسی احساس کړي.

سرمقاله کې وړاندې راغلي، سوله د ټولو افغانانو ارمان دی، خو دا ارمان باید د دوه لسیزو د لاسته راوړنو په قربانۍ تمامه نه‌شي، بلکې دواړه لوري د انعطاف په ښودو هوکړې ته ورسېږي.

----

 

ټیګونه