Jun 13, 2024 11:50 Asia/Kabul
  • د رڼاسرچینې(97)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني 97 مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.په د غه مطلب کې د قرآن کریم د مریّم سورې د ۸۳ او ۸۴ آیتونو  د نزول  په باب درسره غږیږو،نو نهیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي .

   خوږو دوستانو د بدر جنګ یا غزا، د مسلمانانو او مشرکانو ترمینځ لومړنۍ لویه غزا وه. مسلمانانو د هغه لښکر په مقابل کې چې پخپلو تجهیزاتو او توانمنیو ډير مغرور ؤ ځانونه  د میدان بریالي ګڼل. ظاهرا بریالی هم شول ، خو دخدای غوښته داسې وه چې دغه مغرور او ځان منامه لښکر  پوزه په خاورو وموښل شي  او پر دوي ډير سپک  او بې شرمه ماته وتپل شي. دغه بریالیتوب نه یوازې د  مکې دخلکو لپاره ،بلکې دمدینې  لپاره هم پراخ انعکاس درلود.د قریشو پر لوي لښکر د مسلمانانو بریالیتوب، دومره لوي او مهم  کار ؤ چې د مدینې  دمسلمانان،منافقانو ،یهودیانو پشمول زیاتره خلکو  د پيغمبر اکرم (ص) په لیږل شوو کسانو چې ځانونه ئې  مدینې ته خپل لښکر ته رسولي وو، باؤر ئې نه کاوۀ، او وئيل ئې ، دوي  پخپله هم نه پوهیږي چې څه وائي:::

دغه  حیرانتیا له دې امله وه چې د مدینې خلک  په وژل شوو کسانو کې د قریشو  دځينو لویانو  نامې آوریدلې وې. د خزرج د لویانو پشمول خلکو ددغه خبر په آوریدو  سره  ځانونه د اسلام لښکر ته ورسول او دبدر بریالیتوب ئې  په باب ئې پیغمبر(ص) ته مبارکي ووئيله. هغه کسان چې  په دغه جنګ کې حاضر شوي نه وو،په شرمیدا سره ئې له رسول ا... بزرګواره(ص) بخښنه وغوښته. یهودیانو او  منافقانو هم کله اسیران لاس  تړلی ولیدل ، او ډیر ذلت او خوار کیدا ئې  احساس کړه. دوي ټولو د مسلمانانو دغنیمتونو په لیدو سره دا هیله وکړه چې ائ کاش ! له پیغمبر سرسه په بدر کې موجود وائڅو ځیني غنیمتونه مو ترلاسه کړي وائ.

 له بل پلوه په دغه جنګ یا غزا کې د مسلمانانو ارزښتمن بریالیتوب  او دډيرو غنیمتونو ترلاسه کولو،ځینی مسلمانان  د جاهلو دودونو په اساس،  هڅول ،خو خداوندمتعال د ؛انفال؛سورې د ځينو آیتونو په نازولو سره د مسلمانو غنیمتونو د ویشلو لپاره  نوی لاره چاره  وړاندې کړه. د دغې سورې لومړنی آیت  بیانوي چې اصحاب بیا بیا پیغمبر اکرم(ص) ته ورتلل ، له  هغه بزرګوار ئې د غنیمتونو په باب پوښتنې  کولې،نو آیت نازل شو چې فرمائي ؛ له تا د انفال پوښتنه کوي، ورته ووایه ! انفال د خدای او د هغه د سول لرّه دی ، نو له خدایه وویریږئ(تقوا خپله کړئ) او پځبلو کې سوله ټينګه کړئ  او له خداي او دهغه له پیغمبره اطاعت وکړئ،که ایماندار یاست::: په دغه آیت کې  د لومړي ځل لپاره،قرآن کریم جنګي غنیمتونه ؛انفال ؛ یاد کړي دی  او په پیل کې  دغه غنیمتونه  خدای او د  هغه رسول ته  مخنصوص کړي څو  هرڅه چې وغواړي ،فیصله وکړي  او مسلمانانو ته په خطاب کې ټينګار کوي چې  که حقیقي مومنان یاستئ، نو باید خداي او دهغه  له رسوله اطاعت وکړئ، په دې توګه هغه کسان چې غنیمتونه ئې ترلاسه کړي او له ځان سره ئې وړي دي ، د هغو بیرته ګرځولو ته پابنده دي.:::

 په اسلام کې جنګي غنیمتونه،په جنګ کې له  ګډون کونکو او مبارزانو سره اړونده دي او د قرآن کریم د آیتونو په اساس،د هغو پنځمه برخه،د خمس  له بابه،د اسلامی حاکم په اختیار کې  ورځي . په هغو کې یو آیت د انفال  سورې  41 ایت دی. ددغه آیت په  پیل  کې خداوندمتعال فرمائي؛ پوهه شئ هرډول غنیمت چې ستاسو په نصیب کیږي،دهغو پنځمه برخه  له خداي او  پیغمبر او ذی القربی (د اهل بیتو امامانو) او( د پیغمبر د کورنۍ)د یتیمانو او مسکینانو او بې وځله  کسانو حق دی. پس د ټينګار لپاره بیا وائي؛ که تاسو په خداي او په هغه څه چې د(بدر د جنګ  له ورځې ) له باطل څخه د حق د جلا کیدا په ورځې پر خپل بنده،یعني هغه ورځ چې د مومنانو او کافرانو دوه ډلې سره مخامخ شي، نازل کړي  ایمان راوړی وي ،باید  په دغه حکم عمل وکړئ او د هغو په وړاندې تسلیّم شئ :: دلته دې ټکي ته توجه لازمه ده چې؛سره له دې چې په دغه آیت کې مومنانو ته خطاب کیږی،ځکه د اسلامی جهاد د غنیمتونو بحث کوي او معلومه ده  اسلامی مجاهد،مومن دی، خو په عین  حال کې وائي؛که په خداي او پیغمبر مو ایمان راوړی وي: پردې اساس نه یوازې د ایمان ادعا،د ایمان نښه نه  ده،بلکې د جهاد په  میدان کې هم ممکنه ده  د ایمان نښه بشپړ نه وي  او  دغه عمل د نورو موخو لپاره ترسره کیږي. کامل مومن؛ هغه څوک دی چې د ټولو دستوراتو  په تیره بیا د مالی دستوراتو په وړاندې تسلیم وي:.

رسول الله (ص)  د غنیمتونو او  دبیت المال  دنورو مالونو شتمنیو په ویش کې ، انصاف او د عدل قانون رعایتوۀ او ټولو خلکو ته ئې یو شان  برخه ورکوله. هغه بزرګوار؛ شخصي امتیاز، قبیله وي امتیاز دعمر امتیاز، داسلام په منلو کې  مخکښ کیدا او سپين او تور  او آزاد او مریّۀ او ددغه شان ځینو نورو امتیازونه د بیت المال  له مالونو څخه  د ونډې په ترلاسه کولو دخیل  نه بلل او دا ئې د ټولنې په وګړو کې په مساوي توګه و یشل . البته هغه بززګوار  په هغو موردونو کې چې  لازیاتې توجه او لازیاتې ارزونې ته ئې اړتیا  درلودلئ، لکه چې اړمند کسان، تاوان موندونکي کسان او د شهیدانو او سرښیندونکو د کورنیو په شان کسانو سره  ئې لازیاته مرسته او ملاتړ کاوۀ، څو  ددغو پرګنو  اړتیا او محرومیّت  ختم شي او په ټولنې کې پرګینز واټن کم شي. البته دا چاره  د ځينو مسلمانانو ناخوښه وه، لکه چې سعد بن ابی وقاص ؛  پیغمبر اکرم(ص)  باندې اعتراض وکړ او وې وئيل، چې آیا زه  چې د قریشو د قبیلې له اشرافو څخه یم، له دغو اوبه راوړونکو سره او د یثرب د باغونو ساتونکو سره یو شان یم؟. پیغمبر اکرم (ص)  ددغو خبرو په آوریدو سره ډیر خفه شو  او وې فرمائيل؛ له دغه جنګه زما موخه ،    د سرزورو په وړاندې د  بې څوکه کسانو ملاتړ کول دي. زه ددې لپاره رالیږل شوی یم چې ټول تعصبات او چټي امتیازونه  له ریښو وباسم او  د حقوقو په وړاندې برابري ، په خلکو کې رامینځةکړم.:::

 

 

         ددغو آیتونو په اساس،مسلمانان دنده لري، په کال کې د خپلې پانګې پنځمه برخه د پيغمبر اکرم په اختیار کې ورکړي څو هغه ئې په هغو موردونو کې چې صلاح ئې ګڼي، مصرف کړي. پر دې سربیره باید د غنمو، وربشو، غواګانو، پسونو، اوښ، طلا، سپين زر یا نقره،خرما او ممیزو  ټاکل شوې اندازه،فقیرانو او د هغو چارو د ا رزونې لپاره چې ګټه ئې عامو خلکو ته رسیږي(عام المنفعه) لګول کیږي یا ورکول کیږي. دغه آیتونه  د اسلام پر مدعیانو تر یوه حده درندۀ شول . دوی وئيل؛زمونږ شتمنۍ د مونږ  د زحمت  او هڅې  او وړتیاؤ محصول دی ،دا چې  په دې ټولو هڅو سره مو  دغه پانګه برابره کړې ده، نو ولې نورو ته ورکړو یا د  وږوو کسانو خیټه پرې مَړه کړو.ایا دغه شان شی د منلو دی؟ ښه ده دوي هم  هڅه وکړي او خپلې وړتیا وې وکاروي  څو نورو ته محتاج نشي .دوي د پیغمبر اکرم یوه نماینده ته چې د خمش او زکواة د غونډولو لپاره ورغلی ؤ ووئيل، پيغمبر مونږ ته دجهاد حکم راکړ، ګډون مو پکې وکړ،وې وئيل، ولولئ  ،ومولوستل، وې وئيل؛  روژه ونیسئ ، نو روژه مو ونیوله ، دا  اوس څه حکم دی چې باید خپله شتمۍ په مفتو کې  هم بل چا ورکړو؟

دوي نه پوهیدل چې  هرکله خداي وغواړي ،د چا شتمنۍ زیاتوي  او هرکله وغواړي ،  خپل نعمت  له چا وغړوي او بل ته ئې ورکړي، او هغه له بې وځلئ او سربدالۍ سره  مخ کړي.دوي نه پوهیدل  که خمس او زکواة ورنکړي ،نو د دوي مال او شتمنۍ  په ناغوښتي توګه هم  په نورو ناروغیو او مشکلاتو کې لګوي او د هغوي له ژونده  برکت ختمیږي. هغه مهال  دغه شان تاوانونه نشي جبرانولی  او په دنیا او آخرت کې به تاوان ومومي.

دلته د قرآن کریم د مریّم سورې 83 او 84 آیتونه نازل شول چې  فرمائي؛ أَلَمْ تَرَ أَنّا أَرْسَلْنَا الشَّیاطِینَ عَلَى الْکافِرِینَ تَؤُزُّهُمْ أَزّاً84فَلا تَعْجَلْ عَلَیْهِمْ إِنَّما نَعُدُّ لَهُمْ عَدّاً : آیا نه پوهیدلی  چې مونږ شیطانان پر کافرانو مسلط کړي څو  (ګناهونو ته ئې ) وهڅوي؟ نوځکه د دوي په ضد بیړه وکړئ،ځکه مونږ دوي لپاره( ورځې ) د شمیرو.

         خوږو دوستانو د رڼاسرچینې نومې لړۍ ددغه ننني97 مطلب وخت همدومره ؤ نو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو،سر لوړي او بریالي ووسئ.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه