له اسلام څخه د امام خمیني تعبیر، غیر افراطي او د قرآن او اهل بیتو د لارښوونې له مخې دی
(last modified Tue, 23 Jul 2024 10:14:09 GMT )
Jul 23, 2024 14:44 Asia/Kabul
  • له اسلام څخه د امام خمیني تعبیر، غیر افراطي او د قرآن او اهل بیتو د لارښوونې له مخې دی

پارس ټوډې- د روسیې د مستشرقینو یوې ډلې په مسکو کې د ایران د علمیه حوزو له مدیر او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې، د اسلام له سپېڅلي دین څخه د غلطو افکارو د لرې کولو په هدف، د حقیقي اسلام د بیانولو او ترویج پر اهمیت ټینګار وکړ.

د مهر خبري آژانس په حواله او د پارس ټوډې د راپور له مخې، آیت الله علي رضا اعرافي چې د روسیې د مسلمانانو د دیني چارو د ادارې د مشر مفتي شیخ راویل عین الدین په بلنه او د ورېښمو معنوي لارې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هدف دغه هېواد ته سفر کړی دی، د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د ایران له سفیر او د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د کلتوري فعالانو او کارپوهانو له یوې ډلې سره لیدنه او د نظر تبادله وکړه.

د ریښتیني اسلام په اړه روښانتیا او له یوه قطبي نړۍ سره د مقابلې اړتیا

د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر علي اکبر علي اکبروف، له ایران سره د دغه انسټیټیوټ ګډې همکارۍ، له علمي او پوهنتوني برخو څخه لوړې وبللې او ویې ویل: دې ته په پام سره چې په تېرو کلونو کې د تکفیریانو او وهابیانو له لورې د اسلام په اړه د ناسم فکر او چلند له اړخه، روسیې زیان لیدلی، موږ له ایران سره د حقیقي اسلام د ښوونې او روزنې په برخه کې ګډه همکاري کړې ده.

د روسیې د ختیځو مطالعاتو د ادارې مشر له یو قطبي نړۍ سره د مقابلې لپاره د روسیې، چین او د ایران د اسلامي جمهوریت ګډو ملګرتیاو ته په اشارې سره، پر دې خبرې ټینګار لري چې دغه درې واړه هېوادونه د یوه پیاوړي مثلث په توګه د یوه بل ترڅنګ دي.

دغه روسي کارپوه د نړۍ د مسیحیانو له مشر پاپ سره له کتنې وروسته، د آیت الله علي رضا اعرافي مرکې ته په اشارې سره، د ایران د علمیه حوزو مدیر ته وویل: تا په دغه مرکه کې وویل چې د ابراهیمي او توحیدي دینونو اساس یو شان دی او دغه دینونه باید موږ یو بل ته نږدې کړي.

علي اکبروف د دې په بیان سره چې په دې برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت رول ډېر مهم دی، د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي په اړه د مرحوم آیت الله تسخیري مفکوره یوه ډېره مهمه مفکوره وبلله او ویې ویل: نن سبا له دغه ډول مفکورې څخه په ګټې اخیستنې سره، په روسیه کې له مختلفو مذهبونو څخه د مسلمانانو ترمنځ د خبرو اترو شاهدان یو.

 

د ایران او روسیې ترمنځ دوستي او نږدېوالی ډېر مهم دی

د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځو مطالعاتو د انسټیټوټ علمي مدیر ویتالي نائومکین هم په دغه کتنه کې د دې په بیان سره چې ایران په دغه انسټیټیوټ کې زموږ د اوږدې مودې ملګری دی وویل:

په اوس وخت کې د دواړو هېوادونو پر وړاندې د لوېديځ فشارونو ته په پام سره، د ايران او روسيې ترمنځ دوستي او نږديوالی ډېر اهميت لري.

 

د اسلام سم او ناسم قرائت ته یوه کتنه

 

آیت الله اعرافي هم په دغه ناسته کې وویل:

د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې فدراسیون په هڅو سره په لوړو سیاسي او کلتوري سطحو کې، اوس دواړه هېوادونه ډېرې نږدې اړیکي لري، خو موږ باید په اوسني وضعیت او اوسنۍ کچې باندې بسنه ونه کړو، ځکه چې زموږ ګډې ګټې او د سیمې ملتونو د ګټې، په سیمه کې د دوو سترو هېوادونو په توګه د ایران او روسیې تر منځ د اړیکو پراختیا پورې اړه لري.

د علمیه حوزو د عالي شورا غړي وویل:

له قرائتي اسلام څخه د اسلامي انقلاب قرائت، حقیقي منطق او د قرآن او اهل بیت علیهم السلام له لارښوونو سره سم او له هر ډول افراط او تفریط څخه لرې دی.

د علمیه حوزو مدیر په دغه کتنه کې د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې، د اسلام له مبين دين څخه د اسلامي انقلاب قرائت بيان کړ او ويې ويل:

هغه قرائت چې له قم او علمیه حوزو څخه پیل شوی او د امام خمیني (ره) لخوا خپور شوی د اسلام صحیح او متوازن قرائت دی.

 هغه زیاته وکړه:

په اسلامي نړۍ کې موږ د اسلام له دوو سمو او ناسمو تعبيرونو سره مخ يو. لومړی ناسم تعبیر، د اسلام یو نېمګړی او لیبرالیستي تعبیر دی، چې د اسلام اساسي او اصلي عناصر د ابراهیمي او توحیدي دین په توګه پرېږدي او هغه په غربي اهدافو کې پټوي. موږ د اسلام دغه تعبير  ته امريکايي اسلام وايو.

د کلتوري انقلاب د عالي شورا غړي په دوام سره وويل:

دویم ناسم تعبیر او تفسیر، د اسلام سخت او راډیکال تفسیر دی، چې له همدې تعبیرونو څخه تکفیري او تروریستي جریانونه راڅرګندېږي، که څه هم کله ناکله د لږکیو په بڼه د غربیانو په ملاتړ سره دغه تعبیر خپرېږي او موږ د هغه بېلګه د داعش تکفیري ډلې په راڅرګندېدو کې ولیده، چې په سوریه کې د تکفیري ډلې داعش پر وړاندې ایران او روسیې په ګډه ودرېدل، خو بیا هم دا ډول فکر وخت په وخت په مختلفو سیمو کې ناسم حرکتونه کوي.

آیت الله اعرافي په دوام کې وویل:

درېیم تعبیر چې له قم او علمیه حوزو څخه پیل شوی او د امام خمیني له خوا خپور شوی، د اسلام صحیح او متوازن تعبیر او تفسیر دی. درېیم تعبیر او تفسیر، چې موږ د هغه ندا کوونکي یو، د عقلانیت له عناصرو سره تړاو لري او دیني فکرونه چې د فلسفي او منطقي فکر پر بنسټ ولاړ دي.

د المصطفی العالمیه ټولنې د دارالانشا د مدیره هیئت مشر څرګنده کړه: په دې نظر کې، موږ د بشریت او انسانانو لپاره مشترکات منو او د دینونو لپاره هم مشترک عناصر منو. له دې نظره، د بشریت ترمنځ انساني خبرې، د دینونو ترمنځ دیني خبرې او د کلتورونو او تمدنونو ترمنځ هم باید سمې او اصلي خبرې بنسټ وي.

اعرافي وويل: په دې تعبیر کې بايد له عدالت او د دنيا له نعمتونو څخه ټول بشريت ګټه واخلي او د اړتيا په صورت کې بايد د عدالت لپاره مبارزه وشي.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر کاظم جلالي هم د تهران او مسکو د تعلقاتو د پراختیا په اړه راپور وړاندې کړ او په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کې یې د دغو تعلقاتو په پراختیا ټینګار وکړ.

په دغه ناسته کې، د مسکو د اسلامي مرکز مشر، د روسیې د ختیځې مطالعاتو د انسټیټیوټ یو شمېر استادانو او مرستیالانو، د المصطفی العالمیه پوهنتون د سیمه ایز استازولۍ مشر، د ایران د سفارت کلتوري سلاکار او د ابن سینا د اسلامي مطالعاتو د بنسټ مشر هم حضور درلود.

مهمې جملې: اسلام څه دی، شیعه مذهب، د امام خمیني تفکر، د روسیې او ایران اړیکې، آیت الله اعرافي څوک دی؟

ټیګونه