ملتان سلطان لوبډله د پاکستان د PSL سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده
(last modified Thu, 16 Mar 2023 10:40:49 GMT )
Mar 16, 2023 15:10 Asia/Kabul
  • ملتان سلطان لوبډله د پاکستان د PSL سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده

د پاکستان سوپرلیګ سیالیو په نیمه پای لوبه کې د ملتان سلطان لوبډې لاهور قلندر لوبډلې ته په ۸۶ منډو ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د یادو سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده.

ملتان سلطان لوبډله د پاکستان د PSL سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده

د پاکستان سوپرلیګ سیالیو په نیمه پای لوبه کې د ملتان سلطان لوبډې لاهور قلندر لوبډلې ته په ۸۶ منډو ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د یادو سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده.

په دې سیالۍ کې ملتان سلطان په ټاکلې شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۶۰ منډې وکړې چې په ځواب کې د لاهور قلندر یواځې ۷۶ منډې وکړې او په دې سره یې په ۸۶ منډو لوبه وبایلله.

ټاکل شوې په PSL کې د دویمې نیمه پای لوبې ته د لارې موندنې په موخه د پېښور زلمو او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو ترمنځ د مارچ په ۱۶مه سیالي ترسره شي.

 

ټیګونه