په لغمان ولایت کې دشپږ ولایتونو تر منځ د موټای سیالۍ ترسره شوې
د افغانستان په لغمان ولایت کې په لومړي ځل د شپو ولایتونو ترمنځ د موټای سیالۍ ترسره شوې.
په لغمان ولایت کې دشپږ ولایتونو تر منځ د موټای سیالۍ ترسره شوې
د افغانستان په لغمان ولایت کې په لومړي ځل د شپو ولایتونو ترمنځ د موټای سیالۍ ترسره شوې.
د لغمان ولایت د موټای فدراسیون ریس حجت الله ساحل وایي دغه سیالۍ د موتای د مرکزي فدراسیون له لورې د لغمان ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت په همغږۍ ترسره شوې.
د نوموړي پر وینا دا سیالۍ چې د لغمان مرکز مهترلام ښار په جمنازیوم کې ترسره شوې پکې پر لغمان او پلازمینه کابل سربیره د بلخ، نیمروز ، بامیان او ننګرهار ولایتونو شپیته تنو لوبغاړو برخه اخیستې وه .
د حجت الله ساحل پر وینا ددې سیالیو له ترسره کولو یې موخه دموټای ورزش ته وده ورکول او د هیواد په کچه د موټای ملي ټیم ته د وړ لوبغاړو غوره کول وو.
بل پلو د افغانستان د موتای فدراسیون مشر مطیع الله نوري وایي په ډیری ولایتونوکې یې د موټای سیالۍ پیل کړي خو په لغمان ولایت کې یې لومړی ځل دی چې دا سیالۍ ترسره کوي.
کومو لوبغاړو چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه په راتلونکې کې هم ددا ډول سیالیو دترسره کولو غوښتنه کوي .
په لغمان ولایت کې د بدني روزنې امریت چارواکي وایي هڅه کوي په دې ولایت کې په بېلابېلو ورزشي برخوکې دلوبغاړو لپاره اسانتیاوې رامنځته او دلوبو ترسره کولو زمینه ورته برابره کړي .