د يمن حالات په برخليک جوړؤنکې لار کښې
(last modified Sat, 13 Nov 2021 10:54:51 GMT )
Nov 13, 2021 15:24 Asia/Kabul
  • د يمن حالات په برخليک جوړؤنکې لار کښې

خبري سرچينو د يمن د الحدېده صوبې په جنوني او ختيځو سيمو کښې د دغه هېواد د فوځي او ولسي ځواکونو د پرمختګ خبر ورکړ.

د دغو سرچينو د رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو له «بيت الفقيه» و «التحيتا» دوو سيمو څخه د اماراتو ترملاتړ لاندې ځواکونو له شاتګه وروسته دغه دوه سيمې په خپل کنټرول کښې راوستې. د رارسېدلو رپوټونو له مخې د سعودي ائتلاف ځواکونو هم له «الخوخه» و «المخا» ښارونو لوري ته  لسګونه کيلوميټره په شاتګ وکړ او له خپلو سيمو او اډو څخه ووتل. د رسنيو د رپوټونو له مخې داسې ښکاري چې له سعودي ائتلاف سره وابسته تالي څټي ځواکونه په دې ورځو کښې د يمن په مختلفو سيمو کښې له ناسمو حالاتو کښې سره مخامخ دي؛په همدې وجه سعودي ائتلاف د تعز او مارب په شمول د يمن په مختلفو سيمو باندې د هوائي حملو په زياتولو متمرکز شوے چې  په مختلفو سيمو کښې د يمن د حکومتي او ولسي ځواکونو له زيات پرمختګونو او په نتيجه کښې يې خپلو ځواکواکونو او تالي څټو ته له رسېدلو پرله پسې ماتيو څخه مخنيوے وکړي.

په همدې چوکاټ کښې د يمن المسيره ټيلي ويژن په مارب صوبه کښې په «صرواح» او «الجوبه» سيمو باندې د هوائي حملو د زياتولو خبر ورکړ.

هغه څه چې د ويلو دي دا دي چې د سعودي هوائي حملې د الحدېده او تعز صوبو په جنوب کښې له پراخو سيمو او اډو څخه د هغوي د ځواکونو او تالي څټو له پرله پسې شاتګونو سره په يو وخت بڼه نيسي. همدارنګ خبري سرچينو رپوټ ورکړ چې د متحده عرب اماراتو ځواکونو له مخکې اطلاع ورکولو نه بغېر او په يو اړخيزه توګه الحدېده ساحلي صوبه په بشپړه توګه خالي کړه او جنوبي سيمو ته يې شاتګ وکړ. داسې ښکاري  چې په وړومبۍ مرحله کښې دا تاکتيک د انتقالي شورا د ځواکونو په نامه چې د ابوظبۍ تالي څټي ګڼل کيږي په کنټرول کښې د شبوه صوبې په شان جنوبي صوبو د ساتنې لپاره استعمال شوےدے. له دې نه علاوه د مارب صوبې په مختلفو سيمو کښې د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو په برمختګونو سره د اماراتو او سعودي تيري ګر ائتلاف د مارب محاذ لوري ته د خپلو ځواکونو د ورديکه کولو کوشش کوي؛ ځکه چې سعودي ائتلاف په مارب صوبه کښې د شرمؤنکې ماتې په درشل کښې دے چې له دې چارې څخه مخنيوے د سعودي لپاره ډېر اهميت لري.

‌ د الحدېده صوبې له ځينو سيمو څخه د اماراتي تالي څټو نوکرانو د شاتګ په باره کښې بايد وويل شي چې له دغې صوبې څخه چې د يمن د نفوسو يولس فيصده خلق لري دغه په شاتګونه چې د هر مقصد او تاکتيک لپاره وي د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو لپاره يوه ستره کاميابۍ ګڼل کيږي، ځکه چې د الحدېده  په آزادېدو سره به له سرۀ سمندر څخه د يمن لويديځو او شمالي سيمو لپاره د سامانونو د تېرېدو لاره خلاصه شي او په دې طريقې سره به د يمن فوځي ځواکونه د سرۀ سمندر په غاړو باندې چې سټراټيجک اهميت لري تسلط پېدا کړي. نو ځکه ويلې شوو چې د يمن بدلونونه له اوو کلونو تيرګرۍ نه پس چې د ۲۰۱۵ کال په مارچ کښې شروع شوه اوس په داسې لار کښې راغلي دي چې د يمنيانو او د دغه هېواد د فوځ لپاره په ډېرو ښو حالاتو کښې شتون لري ځکه چې په دغه جنګ کښې د سعودي د خوښې له مقاصدو څخه د هيڅ يو مقصد له نه پوره کېدو نه علاوه ورته ډېر زيات تاوانونه رسېدلي دي او له يوې تاريخي شرمؤنکې ماتې سره هم مخامخ دے او هغه تاکتيکونه چې په دې باره کښې غوره کيږي له هر څه زيات د سعودي او اماراتو د سرګردانۍ هم ښودنه کوي.

-------------

 

ټیګونه