ابوظبۍ کښې بیا د څو چاودنو غږونه واوریدې شول
Jan 31, 2022 06:37 Asia/Kabul
خبري سرچینو بیګا د متحده عرب اماراتو په پلازمینې ابوظبۍ کښې د څو درنو چاودنو د غږونو د اوریدل کیدو خبر ورکړ
خبري سرچینو وویل چې په ابوظبۍ کښې دافع هوا سیسټمونه په هوا کښې له اهدافو سره د مقابلې لپاره فعال شوي دي.
المیادین چینل هم وویل چې د ابوظبۍ او دبئ له هوايي ډګرونو څخه الوتنې بندې شوې دي. د چاودنو د بیګانیو غږونو په هکله جزئیات نه دي خپاره شوي خو د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی السریع وویل چې په راتلونکو څو ساعتونو کښې به د اماراتو په مینځ کښې د یمني ځواکونو د پراخو عملیاتو په هکله یوه مهمه خبرپاڼه خپره کړي.