په تېر شواروز کښې د فلسطيني شهيدانو شمېر درې تنو ته ورسېد
خبري سرچينو رپوټ ورکړ، په نابلس کښې د صهيونېسټي فوځيانو په ډزو سره د يو فلسطيني په شهادت سره پرون د فلسطيني شهيدانو شمېر درې تنو ته ورسېد.
د اېرنا د رپوټ له مخې صهيونېسټي فوځيانوپه نابلس کښې د بيت لحم د لويديځ په الخضر ښارګوټي کښې محمد علي غنيم په ډزو سره شهيد کړ.
د دغه رپوټ له مخې په دغه سيمه کښې د فلسطيني ځوانانواو صهيونېسټو فوځيانو ترمېنځ په نښته کښې څلور نور فلسطينيان هم ژوبل شول.
له دې څو ګېنټې مخکې په الخليل ښار کښې د ابراهيمي حرم سره نزدې يو فلسطيني جينۍ او په بيت لحم ښار کښې هم يوه مېرمن د صهيونېسټو فوځيانو په ډزو سره په شهادت رسېدلې وې.
د فلسطين د روغتيا وزارت هم پرون سحر په يوې بيانيه کښې وويل چې طولکرم، جنين، اريحا او الاغوار سيمو کښې د صهيونېسټو فوځيانو د ډزو له کبله يولس تنه ژوبل شول.
غاصبو صهيونېسټو فوځيانو پرون سحر همدارنګ د جنين صوبې په يعيد ښارګوټي باندې په يرغل سره يو شمېر فلسطينيان ژوبل کړل، په دغه سيمه کښې همدارنګ شل نور فلسطينيان ونيول شول.