قدس او مسجدالاقصی د اسلامي امت سرې کرښې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115236-قدس_او_مسجدالاقصی_د_اسلامي_امت_سرې_کرښې_دي
د اسلامي ملګرتيا تنظيم تاکيد وکړ، قدس شريف او مسجدالاقصی مبارک داسلامي امت سرې کرښې دي او د صهيونېسټ رژيم له قبضې يې له ازادېدو نه بغېر په سيمه کښې امنيت او ثبات ټينګ نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2022 01:32 Asia/Kabul
  •  قدس او مسجدالاقصی د اسلامي امت سرې کرښې دي

د اسلامي ملګرتيا تنظيم تاکيد وکړ، قدس شريف او مسجدالاقصی مبارک داسلامي امت سرې کرښې دي او د صهيونېسټ رژيم له قبضې يې له ازادېدو نه بغېر په سيمه کښې امنيت او ثبات ټينګ نه شي.

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د اسلامي ملګرتيا تنظيم غړيو هېوادونو پرون په جده ښار کښې په يوه غونډه کښې د اسرائيلي نيواکګرو د وحشيانه حملو او جنايتونو په وړاندې او له قدس شريف څخه د دفاع لپاره د غړيو هېوادوو د کوششونو يوهيړولو غوښتنه وکړه.

د دغې غونډې په وروستۍ بيانيه کښې په قدس شريف او مسجدالاقصی مبارک باندې د واکمن تاريخي او قانوني حالت د بدلولو او ورباندې د پوره تسلط په هدف سره د فلسطين د خلقو په خلاف په تېره بيا په قدس شريف کښې د نيواککرو تيري او غېر قانوني اقدامات وغندل شول.

د اسلامي ملګرتيا تنظيم غړيو هېوادونو په دغه بيانيه کښې د مسجدالاقصی د زماني او مکاني وېش لپاره د هلو ځلو په شمول په بيت المقدس کښې د صهيونېسټ غاصبانو د غېر قانوني اقداماتو او تېريو د هر ډول نتائجو ذمه واري د صهونېسټ رژيم په غاړه وبلله او د دغو خطرناکو او ناروا اقداماتو د فوري بندولو غوښتنه يې وکړه.