په يمن کښې د دوه مياشتنۍ ډزبندۍ د ناکامۍ نښې نښانې
(last modified Thu, 28 Apr 2022 10:53:10 GMT )
Apr 28, 2022 15:23 Asia/Kabul
  • په يمن کښې د دوه مياشتنۍ ډزبندۍ د ناکامۍ نښې نښانې

د يمن په جنګ کښې د ډزبندۍ له شروع کېدو څخه اويشت ورځې تېريږي، خو د يمن د خلقو رنځونه او مصيبتونه نه دي کم شوي.

ډزبندۍ د اپرېل له دويمې نېټې شروع شوه. د دغې ډزبندۍ له مخې ټول زمکني، هوائي او سمندري عمليات په ټپه اودريږي. د دغې موافقې د بندونو له مخې سونګ لرونکې اتلس کيشتۍ الحدېده بندر ته داخليږي او په هره هفته کښې د صنعا له هوائي ډګر څخه د دوو الوتونو اجازه ورکړې کيږي.

خو د ۲۷ ورځو په تېرطدو د ګډې کتنې په نامه د يمن ائتلافي ګوندونو د يوې بيانيې په جاري کولو سره وويل، سعودي لورے د صنعا د هوائي ډګر د پرانېستو په شمول د ډزبندۍ په مفادو باندې پابند نه دے. د يمن د ګډې کتنې ګوندونو تاکيد کړ چې د صنعاد هوائي ډګر له پرانسېتل کېدو او د الوتونو له بيا شروع کېدو سره د اړوند بند په شمول د تيري ګر ائتلاف لخوا د ډزبندۍ د بندونو نه اجرا کول د صلحې په بهير کښې د دغه ائتلاف د نه جديت ښودنه کوي.

له دې نه علاوهدالحدېده په شمول د يمن د مختلفو سيمو بمبارول هم هغه شان دوام لري. د يمن د تېلو د ملي شرکت وياند عصام المتوکل هم څو ورځې مخکې ويلي وو چې سعودي ائتلاف هم هغه شان سمندرۍ غلا ته دوام ورکوي او د دېرش زره ته سوه نهه نوي ټنه ډېزل لرونکې امپېرس نومې کيشتۍ د ملګرو ملتو لخوا د اجازتليک د لرلو او تلاشي کېدو باوجود د سعودي ائتلاف لخوا اودرولې شوه.

دغو حالاتو ته په پام سره د يمن د ټرانسپورټ وزير عامر المراني وويل، د ملګرو ملتو ترنظر لاندې د دوه مياشتنۍ ډزبندۍ له شروع کېدو نه د  دريو هفتو د تېرېدو باوجود د دغې ډزبندۍ د پام وړ څه مورد نه دے عملي شوے.

يوازېنے هغه بدلون چې ډزبندۍ وروسته رامنځته شو د يمن د ولسمشرۍ له پوسټ څخه د عبد ربه منصور هادي استعفاء او د ولسمشرۍ د اتۀ کسيزې شورا تشکيل دے. عبد ربه منصور هادي او د مرستيال جنرل محسن الاحمر د اپرېل په اومه نېټه د اساسي قانون مفادو او د المبادره الخليجيه په نامه د فارس خليج  د ملګرتيا د شورا نوښتي پلان ته پام سره د ستنېدو له قابليت نه بغېر خپل ټول اختيارات او اجرائي چارې د يو شمالي شخصيت او د مؤتمر الشعبي العام  ګوند غړي رشاد محمد العليمي چې سعودي ته يو نزدې کس او د علي عبدا... صالحې د رژيم پخوانے وزير ؤ په مشرۍ د ولسمشرۍ شورا ته وسپارلې.

د سعودي ائتلاف لخوا د ډزبندۍ بيا بيا خلاف ورزۍته په پام سره داسې ښکاري چې له دوه مياشتنۍ ډزبندۍ نه د سعودي اصلي مقصدد انصارا... په خلاف محاذ مضبوطول او نوې سياسي مرحلې ته د انصارا... د مخالفين داخلول دي.دوه مياشتنۍ ډزبندي د انصارا... له ګډونه بغېر د رياض په کوربه توب سره د مارچ له دېرشمې نه د اپرېل تر اومې پورې د يمني ډلو د خبرو اترو نتيجه وه. په همدې وجه د انصارا... لخوا هم د ولسمشرۍ د شورا تشکيل او هم د دغې شورا د مشرۍ په پوسټ د رشاد العليمي ګمارل تائيد نه دي تائيد شوي. نو ځکه داسې ښکاري چې د ډزبندۍ دويمه مياشت به هم د هغې د وړومبۍ مياشتې په شان د يمن لپاره څه لاسته راوړنه ونه لري او يوازې د انصارا... د مخالفينو د بيا تيارولو په هدف سره داسې يوه ډزبندي اعلان شوې ده.

آناتولي خبري آژانس په يوې شننه کښې وليکل:« د يمن سياسي بهير د د روژې د مياشتې په ډزبندۍ او د هادي په استعفاء سره نوې دوران ته داخل شوے او مختلفې سېناريوګانې ذهنونه ته راځي. د حوثيانو له نظره د وروستي بدلون د چلند نه تائيدېدل، د شورا د ترمېنځ درزونه او بالاخره تاريخي تجربې ښودنه کوي چې زيات امکان لرونکې سېناريو دا ده چې په لنډه موده کښې به صلح ټينګه نه شي. که څه په وړومبنيو مرحلو کښې د هادي د سلامتيا د مشکلات مديريت  د سعودي لخوا کېدۀ خو رياض پکار دے په نوې مرحله کښې په يمن کښې د مشرتابه نوې کابينه رامنځته کړې وې. دې حقيقت ته په پام سره چې نوموړې شورا  له حوثيانو سره له مخالفت نه بغېر څه ګډ خصوصيت نه لري او د غړيو ترمېنځ اختلاف ډېر ژور دي او په يمن کښې د ولسمشرۍ د شورا لخوا د جنګ د ختمېدو امکان ډېر کم دے.

--------

 

ټیګونه