لویدیځي آسیا سیمې ته د  جوزف بایډن د سفر څرنګوالی  او ورباندې نیوکې
(last modified Wed, 13 Jul 2022 10:41:50 GMT )
Jul 13, 2022 15:11 Asia/Kabul
  • لویدیځي آسیا سیمې ته د  جوزف بایډن د سفر څرنګوالی  او ورباندې نیوکې

 د امریکا ولسمشر جوزف بایډن به نن په همدا وروستیو کې  مینځني ختیځ ته خپل لومړنی سفر پیل کړي .

دغه سفر په سیاسی او رسندوئي ټولنو کې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی . دغه سفر ،لږترلږه ،د ډيموکراټيک واکمن ګوند  له اعلان شوو کړچارونو او  همدرااز د جوبایډن له انتخاباتي کمپاین سره  له درو اړخونوډير توپیر  او منفي پایلې لري . لومړۍ دا چې  هغه په انتخاباتي کمپاین کې د یمن په جنګ کې  دګډون په سبب  او دغه راز دسعودي مخالف خبریال جمال خاشقچي  په بوږنونکي قتل کې د لاس درلودلو په سبب  چې په عین حال کې ئې  ا مریکائي تابعیّت هم درلود، او دواشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو مقاله لیکونکی هم ؤ ، د محمد بن سلمان  د نه سزا کولو په دلیل ، د امریکا د حیثیّت  او څيرې د اصلاح کولو ژمنه کړې وه .  دوهم  دا چې  جوزف بایډن د انتخاباتو په وخت کې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا ژمنه کړې وه ،خو  اوس سیمې ته دسفر  په بهیر کې ، د ډونالډټرمپ په شان  د هوافضا ضد د فاعي ګائيډيډ توغندوي سسټم  د ځاي په ځای کولو لپاره  په هڅې سره  دنوو وسلو په خرڅولو پسې دی  او ددې د توجیه لپاره  ددغو وسلو پر دفاعي ماهیّت ټينګار کوي ، حال دا چې  د دوي ددفاعي  وړتیاؤ په باب هیڅ ډاډ نشته . دریم دا چې  امریکا تل  په فلسطین کې د دوو حکومتونو دجوړولو  له پلانه ملاتړ کاوۀ، خو د ټرامپ په کرغیړن پړاؤ کې  دغه دریځونه له اساسی بدلون سره  مخ شول  او په داسې حال کې چې   خیال کید،دجوزف بایډن واک ته په رسیدا سره  به د  امریکا دریځونه دپخوا په شان وي،خو بایډن عملا د ټرمپ په پلۀ پل کیښودلی دی .

دغو نیوکو ته د ځواب لپاره  جوبایډن په پيل کې  په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې یوه مقاله خپره کړه ، البته  له دې وروسته چې  څه نتیجه ئې ترلاسه  نه کړه،د بایډن د سفر په درشل کې  ئې په روسیې د ایران د ډرونز د خرڅلاؤ خبر  راپورته کړ او زیاتره پرَدَیو  او تالی څټو رسندویو  په هغو دستور العملونو سره چې  ئې ترلاسه کړی وو،دا ئې  پخپلې ایجنډا او د خبرونو په سر  کې راوست،څو په دې توګه  د روسیې ضد فضا ته په پام سره چې  په لویدیځ او ا مریکا کې  داوکراین له جنګه وروسته  جوړه شوې ده،دغه سفر لپاره لازمه نفسیاتي توجیه برابره شي . لویدیځي او صهونیسټي رسندویو  په داسې حال کې  په روسیې د ایران ډرونز الوتکو  دخرڅلاؤسناریو ته ډير زیات انعکاسونه ورکړل  او ایران  ئې د اوکراین په جنګ کې د روسیې ترڅنګ  وبالۀ چې  امریکا ددغه جنګ د وسلو ترټولو لوي ملاتړی هیواد شمیرل کیږي او همدغو مرستو  اوکراین  ، چې د نړۍ د  غلو دانو دیوه لوی  ګودام په توګه یادید،په یوې کنډوالې بدل کړی دی  او په داسې حال کې چې  پخپله  دغو رسندویو په تیرو اونیو کې  په کرتو  له اوکراین څخه د امریکا  دوسلوالو ملاتړونو پراختیا اواړخونه  منعکس  کړي دي ، خو په وروستۍ پیښې کې ئې   له انعکاس  او یادونې ډډه کړې ده  او  لویدیځي آسیا سیمې ته د  جوبایډن  پر سفر له شوو نیوکو ئې د عمومی افکارو  دغړولو لپاره  په روسیې  د ایرانیو ډرونز الوتکو پر خرڅولو تمرکز کړی دی .

البته دا چې  لویدیځي رسندوئې په دغه سفر له شوو نیوکو سره سره ولې مخکښې شوي  او  مختلف اړخونه ئې ارزولي او  انعکاس ئې ورکړی   چې یو شمیر عوامل لري  

شناندي وائي ددې پيښې یو عامل دا دی چې کله امریکا د باراک اوباما په وخت کې له مینځني ختیځه د وتلو او   د چین د پیزواني کولو لپاره پر ختیځي آسیا د تمرکز سټراټژي په ایجنډآ کې شامله کړه ، نو  اسرائيلو او عربستان  ورسره ډير زیات مخالفت وکړ  او  خپلې هڅې ئې نهایتا  ددغې سټراټژۍ  د  مخنیوي لپاره وکارولې .  د ټرمپ  په وخت کې  تر یوې مودې پورې  د امریکا د ملاتړ په باب ددغو دواړو لوبغاړو  خیال  راحت شو ، خو د جوزف بایډن په بریالیتوب سره  بیا د  هردواړو لوبعاړو  اندیښنې  زیاتې شوې . اوس  چې  دبدلونونو  بهیر داسې غوټه خوړلې چې  بایډن پخپله تل ابیب او ریاض ته خوځیږي ، نو ځکه  پر لویدیځي او د پرَدَیو پورې داړونده رسندویو باندې دیهودي مافیا  د سیاسی نفوذ  او د سعودي د مالی نفوذ په سیوري کې د جوبایډن دسفر  او په دې باب د هائي هووئي د رامینځةکولو  په باب د پراخو پروپيګنډو لپاره زمینه برابره شوې ده .

بل تر ټولو اغیزشیندونکی عامل  دا دی چې  له مینځي ختیځه د امریکا په وتلو پسې  دصهیونیسټ رژيم او ځینو عربو سازباز کونکو  هیوادونوترمینځ د ارتباطي پل  جوړیدا  په امریکا کې د دوو ګوندونو په ګډې موخې بدله شوې ده چې د ځينو  اقداماتو له امله ئې  په لویدیځي  آسیا سیمې کې  اړۍ ګړئ هماغه راز په زیاتیدا   دي   او دغه راز هڅه کیږي ، چې  د صهیونیسټي رژيم او  ورسره د اړیکو دعادي کونکو  هیوادونو شمیر نور هم زیات کړي .

Image Caption

 

ټیګونه