سوریې د امنیت شورا په چپتیا نیوکه وکړه
Jul 28, 2022 00:45 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بسام صباغ د صهیونیسټ رژیم د تیریو په مقابل کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا په چپتیا او د لویدیځ په ملاتړ نیوکه وکړه.
صهیونیسټ رژيم تل د ترهګرو د ملاتړ او حمایت کولو لپاره د سوریې د پوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو بریدونه کوي.
په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي او سفیر بسام صباغ د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله د امنیت شورا په چپتیا او د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ باندې نیوکې سره وویل دغه حملې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ او د امنیت شورا د چپتیا په سیوري کښې ترسره کيږي.
ټیګونه