الازهر له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو او عربانو داتحاد غوښته وکړه
(last modified Sat, 06 Aug 2022 00:13:24 GMT )
Aug 06, 2022 04:43 Asia/Kabul
  •   الازهر له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو او عربانو داتحاد غوښته وکړه

د مصر دالازهر پوهنتون په رسمي ټولنیزې پاڼې کې په اعلامیې کې وئيل شوي دي،په غزې د وحشي صهونیسټي رژيم ترهه ګري او د ښځو او ماشومانو باندې حملې او د فلسطنیانو وژلې  په ترټولو سختو ټکو سره محکوموو.

ایرناخبری اژانس راپور ورکړ، دمصر الازهر پوهنتون دیوې اعلامیې په خپرولو سره په غزې تړانګې  د صهیونیسټي رژيم د سپين سترګي حملې په محکومولو سره د فلسطین له مظلوم ولس سره د مرستې،د دوي دآئيډیاؤ دملاتړ او د تیریګر صهیونیسټي رژيم دتیریو په وړاندې د دوي د قانوني اوروا مبارزې دملاتړ لپاره د  مسلمانانو او عربو هیوادونو داتحاد پر ضرورت ټينګار وکړ.

په راپور کې وئيل شوي دي ،د مصر دالازهر پوهنتون په رسمي ټولنیزې پاڼې کې په اعلامیې کې وئيل شوي دي،په غزې د وحشي صهونیسټي رژيم ترهه ګري او د ښځو او ماشومانو باندې حملې او د فلسطنیانو وژلې  په ترټولو سختو ټکو سره محکوموو.

په دغې اعلامیې کې همدرااز د صهیونیسټي رژيم د تیریو په وړاندې  د نړیوالې ټولنې  چپتیاد نه منلو وړ او دعقل خلاف بللې او ټينګار شوی دی چې  دغه چُپتیا ماشوم وژونکی وحشي رژيم نوره هم سپین سترګی کوي چې په خپلو غیر انساني  اقداماتو او د فلسطینو بې ګناه وروڼو په ضد خپلو دوامدارو تیریو ته دوام ورکړي.

الازهر پوهنتون له فلسطینی ولس سره دمرستې او د دوي له آئيډیاؤ څخه دملاتړ او  ورسره د وحشي او تیریګر رژيم د جنایتونو په وړاندې  د دوی د قانوني او روا مبارزې څخه د مرستې لپاره د مسلمانو اوعربو هیوادونو داتحاد په ضرورت هم ټينګار وکړ .

Image Caption

 

 

ټیګونه