د فلسطین جهادِ اسلامي تقریباً زر توغندي په اسرائیلو ورولي دي
(last modified Mon, 08 Aug 2022 12:07:14 GMT )
Aug 08, 2022 16:37 Asia/Kabul
  • د فلسطین جهادِ اسلامي تقریباً زر توغندي په اسرائیلو ورولي دي

د صهیونیسټي رژیم پوځ داده شو چې د فلسطین مقاومت د تیرو ۵۶ ساعتونو د نښتو په دوران کښې له غزې تړانګې څخه د نیواکي ټاټوبي په لور کابو یو زر توغندي ویشتې دي

د صهیونیسټي رژیم پوځ داده شو چې د فلسطین مقاومت د تیرو ۵۶ ساعتونو د نښتو په دوران کښې له غزې تړانګې څخه د نیواکي ټاټوبي په لور کابو یو زر توغندي ویشتې دي

صهیونیسټي رژیم د جمعې له مازیګر څخه د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې خپلې هوايي او توپخانه ایزې حملې پیل کړې چې په ځواب کښې یې د فلسطیني مقاومتي ډلو هم په نیواکي فلسطین په تیره بیا تل ابیب کښې پر صهیونیسټ میشتو ښارګیو او په بن ګورین هوايي ډګر باندې سلګونه توغندي وورول.

د مقاومت دغو توغندوي بریدونو بلآخره صهونیسټي رژيم تیره شپه یوولس نیمې بجې د اوربند موافقې منلو ته مجبور کړ.

د صهیونیسټي رژيم پوځ په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې د اوربندر له ټینګیدو نه تر مخکښې پورې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د دغې ۵۶ ساعتي جګړې په دوران کښې په نیواکي ټاټوبي باندې نزدې زر توغندي وار کړي دي.

 

ټیګونه