د یمن جنوبی برخوکې د سعودي اواماراتو تالی څټي هماغه راز سره ښکرپه ښکردي
د عربستان او امارتو د پلوي وسلوالو ملیشه ؤ ترمینځ په دغو نښتو کې تردې دمه په سلګونو تالی څټي وسلوالو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي په هغو کې زیاتره مرګ ژوبلې د اماراتو د جنګي الوتکو په بمباریو کې رامینځةشوي دي.
د یمن خبری سرچینو د پرله پسې پنځمې ورځې هم د یمن په جنوب شبوه ولایت کې له عربستان سره داړونده پیّلو وسلوالو ملیشه ؤ او د متحده عربی اماراتو دملاتړ وړ تالی څټو مامورانو ترمینځ د نښتو ددوام خبر ورکړی دی.
د سعودي ائيتلاف دوه اصلی غړي یعني عربستان او متحده عربی امارات په یمن کې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره پخپلو کې په سیالۍ بوخت دي،ان تردې چې د سعودي ائيتلاف ئې د دړې وړې کیدا تر درشله رسولی دی او سعودی عربستان په ځان له سر دیمن په ضد جنګ ته دوام ورکوي.
په راپور کې وئيل شوي دي ، د عربستان او امارتو د پلوي وسلوالو ملیشه ؤ ترمینځ په دغو نښتو کې تردې دمه په سلګونو تالی څټي وسلوالو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي په هغو کې زیاتره مرګ ژوبلې د اماراتو د جنګي الوتکو په بمباریو کې رامینځةشوي دي. او په شبوه ولایت کې دغه نښتې هماغه راز دوام لري او مرګ ژوبلو دزیاتیدا احتمال ئې ډير زیات دی.