د مسجد الحرام خطیب په لس کاله بند محکوم شو
کارپيژاندي، د ګډو جشنونو ترسره کیدا د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له خوا یو پلان ګڼي چې دعربستان ددودیزې ټولنې دسیکولر کولو په او د دغه هیواد دهویّت دسوکه سوکه بدلیدا په لړ کې د اجرا کیدا په حال کې دی.
الخلیج الجدید خبری سایټ راپور ورکړ،دسعودي عربستان د اپیل محکمې د مسجد الحرام خطیب اوامام شیخ صالح آل طالب چې په سعودي عربستان کې ئې د ښځو او سړیو په ګډو جشنونو نیوکې کړې وې ،د استیناف محکمې په فیصلې سره په لس کلن بند محکوم شو.
ددغه راپور په اساس، د سعودي کیفری محکمې له دې مخکې اعلان کړی ؤ چې شیخ آل طالب له درستو تورونو مبرا دی .
دغې جنجالی فیصلې د عربستان په عمومی افکارو کې پراخې اندیښنې او غوسه راپارولې ده ،ځکه آل طالب تر درو کلونو پورې دریاض د لوړې محکمې دقاضي په توګه کار کړی ؤ. هغه همداراز د سعودي عربستان نورو ولایتونو په محکمو کې فعالیتونه کړي دي . الطالب همداراز څلور کاله مخکې او له نیول کیدا سره په یووخت ،دمکې مکرمې په لوړې محکمې کې فعالیت کاوۀ. د سعودي مسئولانو شیخ الطالب د ۲۰۱۸کال په اګست کې ونیوۀ او له کوم رسمي توضیح پرته ئې هغه په زندان کې وساتۀ.