د سوریې ۸۰۰ ترهګر اوکراین ته انتقال شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123700-د_سوریې_۸۰۰_ترهګر_اوکراین_ته_انتقال_شوي_دي
اسپوتینک خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې په ادلب ولایت کښې ځايي سرچینو د روسیې د پوځ پرضد د جنګ لپاره اوکراین ته د داعش ډلې په شمول د اته سوه ترهګرو د استول کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2022 02:03 Asia/Kabul
  • د سوریې ۸۰۰ ترهګر اوکراین ته انتقال شوي دي

اسپوتینک خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې په ادلب ولایت کښې ځايي سرچینو د روسیې د پوځ پرضد د جنګ لپاره اوکراین ته د داعش ډلې په شمول د اته سوه ترهګرو د استول کیدا خبر ورکړ.

د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت  کښې ځایي سرچینو پرون وویل اوکراین ته د دغو ترهګرو د استولو عملیات په تیرو دوو اوونیو کښې په دوو مرحلو او د هیته تحریر الشام ( جبهه النصره) ډلې په غږملتیا سره ترسره شوي دي.

هیته تحریر الشام وهابي ترهګره ډله د سوریې د ادلب ولایت د شمال لویدیځ په ځینو سیمو باندې سلطه لري.

دغه راپور زیاتوي چې د داعش او د نورو ټروریسټي ډلو دغه غړي د کوچنیو ډلو په چوکاټ کښې لومړۍ د سرمدا ښار په شمال کښې الجهاد او البشیر کیمپونو ته انتقال کړې شول او له هغه ځایه بیا د شپې په وخت له باب الهوی لارې ترکیې ته یوړل شول.

د سوریې ځایي سرچینو ایشوا کړه په دغو اتو سوو وسله والو ترهګرو کښې اکثره د سوریې ښاریز وو او دغه ترهګر د ترکیې تر ملاتړ لاندې د فیلق الشام ، د ازادۍ لپاره د ملي جبهې او د الفیلق الثالث ډلې غړي دي چې په خپل مینځ کښې د تفاهم په چوکاټ کښې اوکراین ته لاړ دي.

د دغو ترهګرو د انتقالولو لاجیسټيکي عملیات د جبهه النصره وهابي صهیونیسټي تکفیري ډلې پرغاړه وو.

امریکا، بریتانیا ، فرانسې ، جرمني، کاناډا او نورو اروپايي هیوادونو تراوسه له خپلو هیوادونو او نورو ډیرو هیوادونو ګن شمیر ټروریسټان اوکراین ته استولي دي چې هلته د روسیې د عسکرو پرضد جنګ وکړي.