یمن باندې د عربستان بریدونه هماغه راز دوام لري
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی خبري سرچینو نن سهار خبر ورکړ د سعودي عربستان ائتلاف په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د یمن په الحدیده ولایت د جنګي الوتکو بمباریانې او د توپونو ډزې او توغندوي حملې کړي دي.
په الحدیده ولایت کښې د یمن د ولسي کمیټیو او د پوځ د عملیاتو کوټې وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جاسوسۍ بې پایلوټه الوتکې حیس او مقبنه سیمې ته ورغلې او هلته یې الوتونه وکړل.
د یمن د الحدیده سیمې په بیلابیلو سیمو باندې د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا راکټي بریدونه هم شوي او د عربستان د پوځ توپونو په الحدیده ولایت کښې په یوشمیر سیمو باندې ډزې هم وکړې.
په عین حال کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جاسوسۍ بې پایلوټه الوتکو نهه ځله په حیس او مقبنه سیمه کښې په ځینو سیمو بریدونه وکړل.
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط ویلي دي چې د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د اوربند په بیا بیا خلاف ورزیو سره دغه اوربند تقریبا له مینځه تللی دی.
د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف غړي هیوادونه په یمن باندې له اوه کلن تیري او د زرګونو خلکو له وژلو او د بیخ بنایانو له تباه کولو وروسته نه یوازې خپلو هدفونو ته ونه رسیدل بلکې د عربستان په خاورې باندې د یمن د وسله والو ځواکونو د بې پایلوټه الوتکو او د توغندوي حملو له ترسره کیدا سره دغه ائتلاف د اوربند منلو ته مجبوره شو.