د یمن حکومت نه سوله او نه جنګ له شرایطو سره مخالف دی
سبا خبري اژانس راپور ورکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل د یمن حکومت د ملګروملتونو د اوربند له ختمیدا وروسته په دغه هیواد کښې نه جنګ او نه سوله له شرایطو سره مخالف او ناراضي دی.
د یمن د ملي ژغورنې حکومت د هیواد د کلابندۍ لغو کیدل، د صنعا د هوايي ډګر په کامل بیرته پرانیستل او د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو تر نیواک لاندې د ولایتونو د تیلو له عایداتو څخه د حکومتي کارکونکو د معاشونو او تنخواګانو بیرته ورکول د اوربند د بیا تمدیدا شرطونه اعلان کړي دي.
د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي بیګا د هیواد له ځینو حکومتي چارواکو سره په کتنه کښې وویل په یمن باندې د حملې او د کلابندۍ په سیوري کښې زیات خنډونه شته خو د اوربند تمدیدل رد شول که څه هم مونږ نشو کولای نه جنګ او نه سوله په شرایطو کښې ووسو.
هغه ټینګار وکړ د یمن د ملت په هڅې سره یوشمیر پرمختګونه ترلاسه شوي دي او د دښمن دسیسه ختمه شوي او په هیواد کښې هراړخیزه پوځي ، امنیتي، اداري او خدماتي مبارزه شته.