Jan 04, 2023 05:19 Asia/Kabul
  • د امریکا هدف د سیمې په طبیعي سرچینو خیټه اچول دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله وویل سردار قاسم سلیماني د ولایت سرباز و او هغه وصیت وکړ چې د خپل قبر د پاسه «سرباز ولایت» ولیکل شي او هغه دا ډول ژوند کاوه.

حسن نصر الله د سردار قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس د شهادت  د دریمې کلیزې په مناسبت په یوې وینا کښې وویل حاج قاسم سلیماني تل د مقاومت په ټولو  میدانونو کښې موجود و خو له بده مرغه ځینې کسان هڅه کوي دا ډول وښيي چې فلسطیني ډلې د ایران د اسلامي جمهوریت په لاس کښې یو اوزار او ایران ته اړونده دي. خو هیڅکله خبره داسې نه ده. د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې یو ستر، مهم ، وسمن او اغیزشیندونکی قدرت دی.

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل شهید قاسم سلیماني د مقاومت ډلو په پیاوړي کولو او په کړکیچونو او سختو شرایطو کښې یې مقاومت ډلو ته د روحیې او د هیلې په ورکولو کښې زیات رول درلود او په تیرو شلو کلونو کښې حاج قاسم د مقاومت د چورلیز د اتصال کړۍ وه.

نصر الله وویل شهید سلیماني په شلو کلونو کښې په سیمه کښې د امریکا له پروګرام سره په دوو نسخو سره چلند وکړ  او واشنګټن یې ناکامه کړ او باید په سیمه کښې د امریکا د پروګرام له دریمې نسخې سره د مقابلې لپاره چمتو ووسو ځکه چې د امریکا هدف په سیمې باندې سلطه کول او د سیمې د طبیعي سرچینو او د ګازو او د تیلو په سرچینو  کنټرول ترلاسه کول او په سیمه کښې د سیاسي فیصلو غوره کول دي.

 

ټیګونه