Jan 07, 2023 04:31 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په پټه یوشمیر نور مخالفان وژلي دي

العهد خبري سایټ راپور ورکړ د عربو ټاپووزمې د معارضانو ډلې په سعودي عربستان کښې د مدني او د حقوقي فعالانو او د سیاسي او د عقیدتي مخالفانو پرضد د حکومت د پټو اعدامونو او پانسیو خبر ورکړ

سعودي عربستان د بشري حقوقو په مقوله کښې توره دوسیه لري او له تیرو کلونو راهسې د سعودي عربستان په داخل کښې د مذهبي لږکیو د جایزو غوښتنو د ځپلو او د بشري حقوقو او د سیاسي فعالانو د نیولو او د خلکو د بې درکه کولو او د خپل سره نیولو او شکنجه کولو او په غیر قانوني ډول د خلکو د اعدامولو او د پانسي کولو په هکله ډیر راپورونه ایشوا شوي دي.

د عربو ټاپووزمې د معارضانو ډلې پرون په یوې بیانیې کښې د ال سعود رژیم د نویو جنایتونو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل راپورونه وايي چې د سعودي عربستان ال سعود رژیم په پټ ډول ځینې عقیدتي بندیان اعدام کړي دي او دا داسې مسله ده چې مخکې سیمه ییزو او نړیوالو حقوقي ارګانونو د هغې په هکله خبرداری ورکړی و.

دغه ډلې د سعودي عربستان د حکومت د خپل سره اعدامونو د سیاست په هکله اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه دغه سیاست د عربستان د باچا سلمان او د ولیعهد محمد بن سلمان د واکمنۍ په وخت کښې په یوې کړنلارې بدل شوی دی.

د عربو ټاپووزمې د معارضانو ډلې په دغه بیانیې کښې د سعودي عربستان هم تړونه هیوادونو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ چې د دغو جنایتونو په وړاندې د تاسو چپتیا ښه کار نه دی بلکې د خپل سره وژلو د سیاست ددوام لپاره د عربستان ال سعود رژیم ته د شین څراغ د ښودلو او د هغه په جنایتونو باندې د سرپوښ د کیښودلو په معنا دی.

په عربستان کښې له تیرو سلګونو کلونو راهسې دیکتاتور رژیمونه په واک کښې دي او په کوچنۍ خبره خلک نیول کیږي او بیا اعدام کیږي.

د سعودي عربستان په دغو جنایتونو کښې امریکا او انګلستان نیغ په نیغه شریک دي ځکه چې دغو هیوادونو د عربستان ال سعود رژیم واک ته رسولی او ورڅخه ملاتړ کوي.

 

ټیګونه