Jan 11, 2023 06:08 Asia/Kabul
  • امارات به د صهیونیسټانوله راضي کولوهیڅ ګټه ونه کړي

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  مرستیال مشر ووئيل، متحده عربی امارات به د صهیونیسټانو د رضایت د جلبولو لپاره له هڅې څخه هیڅ پانګه کونکي ګټه ترلاسه نه کوي.

 د صهیونیسټ رژيم  ټامیز آف اسرائيل؛   ورځپاڼې په یوه راپو رکې لیکلی دي، د متحده عربی امارات واکوالانو په ۲۰۲۰کال کې د  ابراهم نومې سازباز  په موافقې پسې چې  له تل ابیب سره دابوظبئ  دایړکو دعادي کیدا سبب شوي ،د هولوکاسټ له انکار کونيکي سیمه ایز کلتور سره  دمقابلې لپاره ستر پروګرامونه غوره کړي دي.

دغې صهیونیسټي رسانئ زیاته کړې ده ، په متحده عربی اماراتو کې د ماشومانو لپاره   دښونې  د هغه نصاب د بشپړ  لیریکولو په دلیل  چې  اسرائيل  دنړۍ له کُرې  او نقشو څخه  حذفوي،اوس ټاکل شوې ده ،د هولوکاسټ مقوله په بشپړ  ډول د اماراتو د ښونځیو په درسي پروګرام کې ورځاي شي.

العهد خبری سایټ راپور ورکړی،  دلبنان دحزب ا... دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم  د متحده عربی اماراتو  د حکومت ددغې فیصلې په غبرګون  کې  ووئيل، ښه خو دا وه چې د هولو کاسټ  د نصاب په ځاي،د فلسطین د ملت په ضد د صهیونیسټانو په وسیله د  شوي  واقعي قتل عام په وړاندې  کار شوی وائ.

شیح نعیم قاسم  دمتحده عربی اماراتو واکوالانو ته ووئیل ،تاسو به داسرائیلي رژيم د رضایت دجلولو لپاره له هڅې  هیڅ  ګټه ترلاسه نه کړائ شئ ،ځکه  صهیونیسټي رژيم د  ځوړتیا اونابودۍ په درشل کې دی.

 متحده عربی امارات   د فلسطین دملت له آرمانونو سره له خیانت وروسته او  له صهیونیسټي رژيم سره  په سازباز پسې  خپلې دروازې  پر صهیونیسټانو په پراخ ډول پرانیستي دي  اوعملا  د صهیونیسټي رژيم  دمختلفو شرکتونوپه شتون  او د صهیونیسټانو د وسلو په پيرپلور او ددوی دپوځي او امنیتی  شتون  په دوام سره ، ددوي په مستعمرې بدل شوي دي

 

ټیګونه