اروپايي هیوادونه هیڅ ډول انسانیت نه لري
(last modified Thu, 09 Feb 2023 08:10:17 GMT )
Feb 09, 2023 12:40 Asia/Kabul
  • اروپايي هیوادونه هیڅ ډول انسانیت نه لري

العالم ټيلي ویژن راپور ورکړ په ماسکو کښې د سوریې سفیر بشار الجعفري وویل په ترکیې او سوریې کښې په زلزلې راتلو او دغو دوو هیوادونو ته د بشر دوستانه مرستو د استولو په زمینه کښې لویدیځو هیوادونو وښودله چې هیڅ انسانیت نه پیژني.

په روسیې کښې د سوریې سفیر بشار الجعفري ټینګار وکړ د سوریې پرضد د امریکا او د لویدیځو هیوادونو بایکاټونه د زلزلې ځپلیو د ژغورلو او د مرستو د رسولو لپاره د هڅو په لاره کښې خنډ رامینځته کوي.

هغه وویل مهمه خبره دا ده چې د لویدیځو هیوادونو د انسانیت د مفهوم بې معنا کیدل همدا اوس په سوریې او په دغه زلزلې کښې ایشوا شوی دی.

د سوریې سفیر په دې خبرې سره چې زیاتې بشر دوستانه مرستې ترکیې ته ورځي زیاته کړه د دمشق له نظره هر یو زلزله ځپلی که هغه د سوریې په شمال کښې یا د ترکیې په جنوب کښې مرستو ته ضرورت لري او له دوې سره مرسته کول ښه کار دی خو  تاسو وینئ چې حتی د بشر دوستانه مرستو د استولو په زمینه کښې هم غیر اخلاقي توپیر شته.

امریکا او اروپايي هیوادونو له دوه زره یولسم میلادي کال څخه د ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره په سوریې باندې ډول ډول بایکاټونه لګولي دي.

 

ټیګونه